د شپې وختي ویده کېده روغتیا ته ګټه رسوي

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په برتانیه او استرالیا کې څېړونکي وايي د هغو خلکو صحت چې ناوخته ويده کېږي له وختي ویده کېدو سره ښه کېږي.
څېړونکو په برمېنګم، سوري او موناش پوهنتونونو کې په هغو کسانو څېړنه کړې چې ناوخته ويده کېږي او د دوی د ژوند په ډول کې يې د بدلون سپارښتنه ورته کړې.
څېړونکي وايي وختي ویده کېدل او وختي له خوبه راپاڅېدل ځينو ته ساده ښکاري خو دا د انسانانو په روغتیا کې ژور اغېز لري
.
دوی دغه راز وختي د ناشتې د خوړلو، سهارني تمرین، هره ورځ په یوه وخت د غرمنۍ د خوړلو او په یوه وخت د ویده کېدو او پاڅېدو سپارښتنې هم کړې.
هر انسان په خپل بدن کې یوه ګړۍ لري چې د لمر خاته او لمر کېناسته پالي، نو ځکه موږ د شپې ویده کیږو.
خو د ځینو خلکو د بدن ساعت په ځنډ فعالیت کوي.
هغه کسان چې سهار وختي ویښیږي دوی بیا د شپې تر ناوخته ويښ نه شي پاتې کېدای او هغوی چې د شپې ناوخته ویده کیږي دوی بیا د سهار تر ناوخته ویده کېده خوښوي. اوس د شپې ناوخته ویده کېدونکو ته رسمي دندې ته تګ سخت وي، ځکه دده د بدن ګړۍ په طبیعي ډول دوی ناوخته ویښوي.
ساینس پوهانو په ۲۱ هغو کسانو څېړنه کړې چې د سهار په دوه نیمو بجو ویده کیږي او د ورځې تر لسو بجو مخکې نه ویښیږي.
دوی ته ساینس پوهانو سپارښتنه دا وې:
تاسې د شپې وختي او که ناوخته ویده کېږئ؟
له عادتي وخت نه دوه یا درې ساعته مخکې ویښ شي او ډېر وخت بهر ازاده فضا کې تېر کړي.
څومره چې ژر کېدای شي سهارنۍ وخوري.
یوازې سهار مهال ورزش وکړي.
هره ورځ غرمنۍ په ټاکلي وخت وخوري او د شپې له اوه بجو وروسته هېڅ شی ونه خوري.
کافین لرونکي څښاک د مازیګر له درې بجو وروسته ونه کاروي.
د مازیګر له څلور بجو وروسته لنډ خوب ونه کړي.
د معمول خلاف دوه یا درې ساعته مخکې د خوب تخت ته ورشي.
همدا روال هره ورځ وپالي.
د برمېنګهم او موناش پوهنتونو څېړنو پایلې ښودلې چې ددې سپارښتنو له عملي کولو درې اونۍ وروسته د څېړنې تر لاندې خلکو د بدن ساعت په بشپړ ډول بدلون کړی و او دوی له عادتي وخت نه دوه ساعته مخکې ویښېدل.