تور مرچ د سرطان ناروغۍ ضد دي – څیړنه

روغتیا
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د مالګې په څیر تور مرچ هم د ډوډۍ خوړلو پر اکثرو میزونو موجود وي. د مالگې او سوډیم د استعمال په اړه کتابونه لیکل شوي، خو تورو مرچو ته څیړونکو لږ پام کړی.

د تورو مرچو په هکله زیاتو څیړنو ته اړتیا ده. یو شمیر څیړونکو تور مرچ د هیتروسکلیک کیمیاوي ترکیباتو یا HCAs په له منځه وړلو کې چې د سرطان زیږنده کیمیاوي مواد دي، گټور بللي دي.

د هیتروسکلیک کیمیاوي مواد هغه وخت پیدا کیږي کله چې په لوړ حرارت کې ډیره وریته او سوزول شوې غوښه وخوړل شي

.

د امریکا د متحده ایالاتو د کنزاس دولتي پوهنتون یوې ډلې ډاکترانو موندلي چې که یو گرام میده شوي تور مرچ د ١٠٠ گرامه غوایي غوښې کوفتې سره گډ شي د پخلي پر وخت په کې تقریبا په بشپړه توگه د هیتروسکلیک کیمیاوي ترکیباتو یا HCAs رامنځ ته کیدل له منځه ځي.

 

غوښه او تورمرچ

ددې څیړنې لیکوال وایي ښایي دغه اندازه تور مرچ د یو شمیر خلکو لپاره ډیر تند وي نو کیدای شي تور مرچ د گلپر بوټي، اکلیل گل او نورو بوټو یا گیاگانو سره گډ او بیا د غوایي په هماغه اندازه کوفته کې پاخه شي، په ورته توگه به د سرطان ناروغۍ تولیدونکو کمیاوي موادو د تولید مخه ونیسي.

د الونای پوهنتون پروفیسور کیت سینگلتاري چې دغه څیړنه یې ارزولې ده وایي ځنې څیړنې ښیي چې تور مرچ هاضمې ته هم ښه دي. پداسې حال کې چې شواهد تل یو شان نه وي، ځنې څیړونکي وایي چې تور مرچ ښایي د هاضمې انزایمونه تحریک کړي چې له غذا خوړولو وروسته تاسې ځان موړ احساس کړئ چې په جهاز هاضمې کې د غذا د هضم جریان اسانه شي. د هغه په وینا تورمرچ "کیدای شي د یو شمیر مغذي موادو جذب زیات کړي."

پوهانو موندلي چې د تورو مرچو په ترکیب کې تنده او تیزه ماده د انسان په وجود کې د کورکومینو مادې جذب زیاتوي. کورکومین هغه کیمیاوي ماده ده چې د کورکمن بوټي په ریښو کې موندل کیږي او د وجود د پړسوب او د اکسیجن د ترکیب ضد گټور خاصیت لري.

څیړونکي داسې نتیجه اخلي چې د شواهدو له مخې په غذا کې گډ شوي تور مرچ روغتیا ته هیڅ تاوان نلري او کیدای شي د هاضمې او مغذي موادو د جذب لپاره گټور وي. خو که حتی د کوفتې سره شریک هم نشي کیدای شي چې د سرطان ناروغۍ پر ضد گټور وي.