کله دا حفظه الله ، کله آ حفظه الله

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


میوند میوندوال

له یو بل نه ځاریږ‎ئ! کله دا حفظَه الله، کله آ حفظَه الله
پخپلو کې تاویږ‎ئ!  کله دا حفظه الله، کله آ حفظه الله


پلان در څخه ورک دی، سر خوړ‎لې پالیسي
د پوھې د معیار مو ترازو شوہ، چاپلوسي
په کال کې مو جوړ‎ نه کړ‎ای شو، قانون اساسي
گمرک ته خوشالیږ‎ئ! کله دا حفظه الله، کله آ حفظه الله

د ښځو په تعلیم کې خپل وجدان ته ملامت یاست
د ستر مسئله کې ھر افغان ته ملامت یاست
په ټولو مذھبونو کې قرآن ته ملامت یاست
خو بیا ھم نه پوھیږ‎ئ، کله دا حفَظَه الله، کله آ حفَظَه الله

اسلام مو حصار کړ‎ی دی پخپله سلیقه کې
د ښځې چادري او د سړ‎ي  ږ‎یرہ اوږ‎دہ کې
وعدې شوې در نه ھیرې د قدرت بدہ نشه کې
الله نه ویریږ‎ئ، کله دا حفظه الله، کله آ حفظه الله

ویل مو چې قدرت به دا ځل نه کړ‎ئ انحصار
بیشکه به ورسپارئ  نور د کار اھل ته کار
توپیر مو راشئ گز کړ‎ئ د عمل او د گفتار
ولس نه لیرې کیږ‎ئ، کله دا حفظه الله، کله آ حفظه الله

میوند یم، د میوند یمه ښه کلک امارتي یم
خائن نه یم، د ھر خائن په سترگو کې اغزی یم
د سپین صف ھر فاسد ته مطمئن یم، عبد الحی یم
آخر به محو کیږ‎ئ، کله دا حفظه الله، کله آ حفظه الله
_______________________________