د وطن حال

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
بیا د کور پر دېوالو تاو لړمان دي
د شیبې په تمه ناست ټول تور ماران دي
څوک له شرق څوک له لویديځ کوي ګواښونه
بیا د وینو تږي ټول تېر شرمخان دي
بیا د ویش او د تقسیم پر سر غږېږي
څوک په تمه د ایران څوک پاکستان دي
هر درګاه ته دوی کچکول په غاړه درومي
څوک د روس څوک امریکا سخت پلویان دي
چا د ترک پر خاوره سر پر سجده ایښی
نور راټول د رحمانوف پر دستر خوان دي
څوک له ښي او څوک له کيڼ کړي یرغلونه
دوی خوشحال له هره چوره پر تالان دي
ټول ټوکرۍ پر سر پر لیکه درومي وړاندې
دوی چمتو د کومې ونډې په ارمان دي
قصابۍ ته يې وطن دی مخته کړی
شعارونو کې تور مخي جلا بان دي
پر وطن د تنګسې ولږې سیوری خور دی
ماشومان د یو مړې خېټې ارمان دي
دلته تنګ هر یو نفس د هر انسان دی
ښکېلاکي ځواک په چمونو کې روان دي
بیا د وینو تویول او جګړې غواړي
د وطن د ړنګولو په ارمان دي
بیا د ولږې له دردونو اسمان تور شو
د ظلمت وريځې تیار د تور باران دي
لا مو اوښکې و چې نه شوې له ګرېوانه
ډېر غمونه د غمو پسې روان دي