غزل

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
  1. سليمان لايق
ما چې نن کړه له شرابو توبه ماته
ميخانې ته مخامخ ځم له جوماته
څادر وڅنډه ساقي راځه چې وزو
ملا پريږده خپل روا او ناروا ته
هغه ښکلې غرڅنۍ بيا ليونۍ شوه
چې په سرو لمبو يې کړله روزه ماته
پرونی محتسب هسې شرابي شو
چې د خولې وږم يې تېر شو تر ميقاته
پير په جيب کې گرزوي پياله د ميو
موږ لا ښه يو ځان ساتو تر خراباته
همدا نن چې دې مجال دی پياله نوشه
سترگې مه نيسه سبا او بل سبا ته
که مهلت د سبا نه وي بيا به څه کړو
بې نېشې به څنگه ځو تر عرصاته
مرگ هغه چې د جانان په غيږ کې راشي
خاطره يې شي عشقونو ته ميراته
سر پې کېږده بيا د مينې دعوا وکړه
يارانه د ښکلو نه شي بې خيراته
په راغلی لار چې سترگې غړومه
لايق ژبه د شکرونو شي الله ته
کابل
۲-۴-۱۳۹۶