وطنه

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 
وطنه ستا له سرو وینونه ګلان را ټولوم
قسم د ميندو د زړونه ټول توان را ټولوم
هرې خواته نَفَسونه په سلګو راغلي دي

په سلکو سلګو د زړو د زړه ارمان را ټولوم
آرمانونه دهرې پېغلې ځوان شول دلته خاورې
له تشو خاورو تش قصې د جانان راتولوم
دا روزګار وکړې څه لوبې زموږسره یارانو
د لوبو له ناتاره څيرې ګریوان را ټولوم
ژوند ټولې څپې ولاړې یو باد سره برباد
د بربادیو له برباده به له چاځنې تاوان راټولوم
د تازه غوټئیو غوړېدا په رژېدو شولې
هرې پېغلې له تندي ځنې پېځوان را ټولوم
قسم دا اغزن تار لکه اغزي په زړه راخلي
دا اغزي به له سینې دستر افغان راټولوم
ژوند مې صبوره د وطن په هغو کاڼو ولیکه
که څه هم تږي زه څاڅکي د باران راټولوم