خزان

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
راشي خزان دونو پاڼو ته سرخي راولي
شين رنګ يې ژيړ کړي مرګ تالان يې په ځواني راولي
ګلابي رنګ. ګلابي مخ او کلابي حسن یې
شي پاټې پا ڼې هر ګلاب لره نيستي راولي
دزمان جبر چوپې خولې سره بدلون جوړوي
ځواني بدله په زړښت کړي بيا مرګي راولي
دهر انسان دژوند سپرلی هم دخزان سره وي
پاني دنيا ده هرانسان ته جدايې راولي
عمر چې لاړه دور لاړه بيرته بيا نه راځي
څنګه چې لاړه بيابه څوک دا تير سپرلي راولي
ښه خو هغه حفيظ ملياره چې احساس ولري
په دالڼد عمر کې دزړونو پاچاهي راولي