زمونږه غټ بریتي خلک

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
زموږ د تاریخ دغه غټ برېتي خلک
جانانه اوس پوهېږې څه کوو موږ?
مونږه په کور ښونځي ته اور ورکوو
مونږه د مور په نس بچي قتلوو
مونږ بازارونه په بل مخ اړوو
مونږ د تاریخ دغه غټ بریتي خلک
نن په ملي شتمنۍ اور بلوو
نن څړکونه په بل مخ اړوو
نن مو جومات کې لمونځ د ويرې نه شي
هره دره د وير نارې ښوروي
په هر یو غره کې وحشتونه وینو
هره ورشو مو په اور لولپه کړه
په هره پرخه کې بلاوې وينو
د هر یو کلي نه په څنګ تیریږو
په هر یو کور باندې زګیروي وريږي 
 
مونږ د تاریخ دغه غټ بریتي خلک
د خپل وطن وجود مو وداړه نن 
 
مونږ د چنګېز د اولادې څخه شوو
مونږ د انګرېز په ډول اور ورکوو
ښکلی کابل مو په اور وسوځاوه
له کندهاره مو قلم واخیسته
ښکلي هلمند کې مو کوکنار وشیندل
د فرا ښکلې څېړه لوټه شوله
او اوروزګان مو په بم والوځاوه
د زابل مېنې مو باروت باروت دي
د هندوکش لويي مو خاورې کړله
لويه پکتیا کې پښتو خاورې شوله
خوستیان په نوم په سر لونګۍ دروي
د ننګرهار د ګلو هار مو لوټ کړ
د هرات لویه دبدبه خاورې شوه
د بلخ په لوی تاریخ ناسور ناسور شوو
او د باګرام په عفت توره شپه شوه
مونږ د تاریخ دغه غټ بریتي خلک
کله د روس په تخت کې وغځیږو
کله پنجاب کې افغانیت خرڅوو
کله د فارس د ږیرې لاندې ښورو
د واشنګټن څڼو ته سر اچوو
مونږ تور لنګیو ته شملې کوزوو
د دوی حجرو کې افغانۍ نڅیږي
اسلام آباد کې کابلۍ نڅیږي
مونږ د تاریخ دغه غټ بریتي خلک
تل مو ډاکټر خپل انجینیر وژلی
نر مو هغه دی چې کتاب سوځوي
په مدرسه کې مو ټوپک جوړيږي
د قرآن نوم په خوله کې ښه راولو
نور په آیت او حدیث نه پوهیږو
او له عادته موږ سجدې لګوو
په کلیمه مو نور سر نه خلاصيږي
او په سجده مو نور سر نه خاصیږي
مونږ د تاریځ دغه غټ بریتي خلک
زموږ شملې زموږ بریتونه ورک شه
جمال ناصر اصولي