ویرنې

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

س . سېلنی

ويرنې

وي تر څو به غرونه غرونه انگولاوې

او د سرو وښکو رودونه

 وي بهانده شپه او ورځ 

وير د ورارو ، بورو ميندو 

كونډو رنډو ، یتیمانو یسیرانو

چې پر ياد یې زه پېیمه

 د وېرنې ساندې ساندې

/ / /      

ترڅو به

په بمونو توغنديو  ړنگو بنگو ودانيو،

کورونو، جوماتونو او ښونځيو

له کنډوالو  ځنې درنگې رايستل کېږي

او لېږدېږي ډله ييزو مړستونو ته...

            / / /

او ترڅو به زه انځورم

 د ناخوال هېواد ولس

يو ويرژلی پاړکيوال-

 دغه هسې ناپای بريدي ناورينونه ناتارونه

  او پېيم  به يې وښکې وينې څاڅکي څاڅکي

د ويرنو په شلېدلي مرغلين کې!!؟