غزل

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


میرویس نجیبي 

ښکلي راځي زما په زړه کې اوسي
بې فکره ټول د مینې غره کې اوسي
زاړه همیش د جومات غاړه نیسي

نور د جنت په دروازه کې اوسي
هغوي نفرت او کرکه نه پیژني
څوک چې بې غمه میکده کې اوسي
په هوسونو باندې اور لګوي
پښتنې پیغلې په پرده کې اوسي
په مخ خواره واره د خولو څاڅکې
لکه د پرخې په غنچه کې اوسي
غمازه ځه په رقیب زیری وکړه
میرویس د زلفو په سایه کې اوسي
میرویس نجیبي