دولت انځور

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 توپیر چه د شتمنواو غریبو تر منځ وینم

نظام  طبقاتی دي ، ځکه نشته عدالت

  ابزار د اقتصاد چه وي اختیار کی د څو  تنو 

پراخي پرګني به وی محروم لدی نعمت

دهقان کارګر له کاره دي خلق شوي نعمتونه

خو ژوند حالت ته ئي ګوره چه نشته دي راحت

سعادت او خوشبختی چه وی پيسو پوری تړلی

د زور او زر قانون ته ټول مجبور دی په طاعت

قانون په وړاندی خلک ټول ازاد او برابر دی

دا نورم محض شعار دي بی له شرط و ضمانت

په نوم دموکراسی ده چه تر ننه ښه چلیږی

همیش د رايو شمیر کی تیر وتنی او خیانت

قانون چه ساتندوي د استثمار وي قانون ندی

مجموع د ه دنورمونو چه مشروع کړی جنایت

دولت چه کور کالي ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډي شعار نه تل ویریږی 

بیشرمه غاصبان په کی حاکم دي  په قدرت

مادی نعمت چه ون‌‌‌‌‌‌ډه برابر نه وی دخلکو

دولت ماشین به څرخی د زور ګیرو په خدمت 

دولت چه د جاهلو او نادانو  په لاس پريوزې

د خلکو ژوند ‌‌‌‌‌‌تباه شې هرخوا ویره و وحشت

د ژوند سطحه چه لوړه وی دعام او هم دخاص

بس ګنه دا دولت دي چه کړې خلکو ته خدمت

دولت د ماهیت پوری تړلی ټيپ شکلونه

غایه هدف ټول یو دي ټينګونه د سیادت

ريښي دهر سیاست وي اقتصاد پوری تړلی

حقوق هم لن‌‌‌‌‌‌ډ بیان دي  د چارواکو دسیاست

تر څو چه د ژ وند سطحه برابر نه شي د خلکو

لږ شمیر به په ‌‌‌‌‌‌ډير شمیرو همیشه کړی حکومت

ټاکونکي دي دا رول د اقتصاد په هر سیاست کی

د حق حقوق هنداري کي مخ وینه د دولت

نظام داقتصاد چه په علمی توګه تنظيم شي

د ظلم و استبداد دستګاه ته نه وي څه حاجت

ولی پرهیز په شعر کی لن‌‌‌‌‌‌ډ بیان‌ ؤ د سیاست

دا ستا د عقل کار دې چه تری اخلی څه عبرت

 

                    <<عبدالولی پرهیز>>