«د عقل ملګرتیا»

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

فکرونه چه دعقل سره نلری پيوند

سرونه دی بی مغزه 

ټول عبث تیروی ژوند

انسان دلوړ فکرونو تکامل په لاری درومی

ټيټ فکره دی هغوی چه

کړی حیوان په شانتی ژوند

انسان په غرایضو کی حیوان سره یو شان

دعقل برکت دی چه یې لوړ دی نوم نشان

ویاړنه هغه چاته چه انسان په شان کړی ژوند

شرمونه و هغو ته چه حیوان نه 

ټيټ او کم

انسانه ای انسانه د ژوندیو د سر تاجه 

پر مخ ځه هم لوړتیا کړه

بهتر له نن سبا کړه

د ژوند په سمه لاره

سنجیده اخله قدم

دا ستا ده په خپل وس کی

چه ځان خلاص کړی

له هر غم

دعقل له بحرو نه ، مرغلری کړه راجمع

دژوند ناوه سینګارکړه

چه هر څوک تری یوسی خوند

بسیا هوسا ژوندون ته 

بله لاره هم ستا نشته

بدلون او پر مختګ بهیر ته 

مه جوړه خند

دا لار د تباهی ده 

عاقبت لری خپل جنګ

بدی نیکی دو لاری 

همیشه دی څنګ په څنګ

د عقل سلاح خپل کړه

چه له بدو وکړی څنګ

ژوندون چه بی له عقل و هنر مخ ته ځی

ژوند ندی

عذاب دی چه بیعقله

پخپل ځان کړی 

ستر ستم

د عقل روښنایې نه

د ژ وند لاری تل رڼا وی

تیاری دی هغه لاری 

چه مغزو کی عقل کم

هغوی چه عقل نلری

ژوندون ورته ماتم وی

عاقل په هر حالت کی 

له ژ وند اخلی 

همیش خوند

 << عبدالولی  پرهیز >>