د خټو گټو کور

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
بغیر له تانه، زه خپل دین او خپل ایمان لرمه
لکه سپوږمۍ زه داسې ښکلی یو جانان لرمه

په دې بند نه یم چې ته کوم اسمان  ته فکر کوې
زه په جونگړه کې روڼ ستوری د اسمان لرمه
خوشال په هغه یم چې لاس مې ورته ورسیږي
ځکه د خټو گټو کور کې ژوند اسان لرمه
د بهشت حورې طهورا شراب دې ستا وي ملا
زه د انگړ خوا کې  ډک خم او سره گلان لرمه
ته د تزویر او د ریا له پاره حج ته لاړ شه
زه د غریب اولس د ښه ژوندون ارمان لرمه
مخلوق لوگی شو اې نصرته د ادیانو جنگ کې
زه غیر له دینه انسانیت سره پیمان لرمه
‏۱۴.۰۱.۲۰۲۰‏
وایله
دنمارک