ما او تا مینه کړې

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

موږ د تیارو د ورکولو په سوچ

سبا ته غیږ ورکړې

ما او تا مینه کړې

ما او تا، د ژوند شېبو ته

هره ثانیه ګڼلې

هره دقه ګڼلې

ما او تا،

اوږدې لارې ته

او د اغزیو ډکې

د بړبوکیو ډکې

 

هغه اوږدې لارې ته

بې بېلګې صبر کړی

ما او تا مینه کړې

تر څو وصال ته رسو

تر څو جمال ته رسو

خو، ګوره پام به کوو

که وصال نه وو موجود

بیا به د خدای تر څنګه

هغه کافور او د تسنیم په اوبو

غاړه غړۍ

د میو جام جیګوو

پاس تر اووم آسمانه 

دغه مقام جیګوو

او بیا په جهر وایو

 

چې دلته تاته خدایه

کله سجده نه کیږي

موږ د یو بل لیوني

ستا په فردوس جنت کې 

یو بل ته ستا په دربار

درنې سجدې لګوو

ستا د بنده ښایست ته

او ستا ورکړي حب ته

مونږه لمنځونه کوو

ما او تا مینه کړې

ما او تا مینه کړې

 

جمال ناصر اصولي