طالبه

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


عزیزی غزنوی 

واوره طالبه بی ایمان طالبه
ته یی نوکر د پاکستان طالبه
تا د لیلن ګور ته سجده وکړله
بیځایه خوښ یی مسلمان طالبه


ته خو عربو ته غلام یی که نه
په تا شرف لری حیوان طالبه
ته پلچکونه او مکتب ړنګوی
ته یی په علم بد ګمان طالبه
ته دی خپل وروڼه او خپلوان وژنی
ته یی په اصل کی شیطان طالبه
په تا شرمیږي بشری ټولنه
تا خو څوک نه بولي انسان طالبه
تا د انسان شدی څښلی نه دي
ته یی دښمن د هر انسان طالبه
ته په کلدارو باندي ځان خرڅوی
ای بي غیرته بي ایمان طالبه
ته د جنت او د غلمان په تمه
غولوی هسي خوسې ځان طالبه
اولس له تا ډیر نفرتونه لري
ورک به دی نوم شی او نشان طالبه
 
عزیزی    غزنوی
تورنتو     کانادا