د اشنا مینه

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

 

داسې چې مې مینه ده  اشنا سره

نشته په خیالونو کې بل چا سره

 

زه یې تل په مینه باندې پایمه

هسې لکه ګل چې وي بورا سره

 

را به شي نګار ډیرو مدو نه پس

 زړه په شي قرار د دلربا سره

 

 مینه دې اشنا  په زړګي ښه  لګي

یم په فکر، هوش کې یاره تا سره

 

ژوند د پاکې مینې سره خوند کوي

نه د سالوسۍ  نه د ریا سره

 

ما یې افغاني مینه احساس کړله

خوند یې کړي نازونه د آدا سره

-----------------------

سمیع الدین افغاني

۳۴۲۰۱۹

م ۰ کال