د پلار او ځوی (پوښتنه او ځواب)

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ځوی:

څه کېږي ماته کوژدنه ګرانه پلاره وکړې

اغلې پېغله له خپلوانو ما دپاره وکړې

زړه مې ډېر تنګ دی ځانته ژوند کې اوسېدلی نشم

بې له ملګري په والله چې پاېدلی نشم

که ځان په دې هغې تېر باسم غولېدلی نشم

بې له واده ډېر زیات زورېږم که څه لاره وکړې

 

پلار:

ځويه راځه له دې خبرو نه اوس لاس اوباسه

ځان دې هوښیار که له غوږو نو دا وسواس وباسه

کوژدنه ګرانه ده له زړه نه دغه بړاس وباسه

که خدای کول وروسته داکار به په کراره وکړې

 

ځوی:

ستا په نظر لایم وړوکی نه چې ځوان یمه زه

وګوره مټې او سینه مې پهلوان یمه زه

یوه لا څه چې د څو ښځو په توان یمه زه

پرېده بانې که په دې هکله کومه چاره وکړې

 

پلار

زه دا منم چې ته ځوان او پهلوان يې ځویه

په خدای بې حد او اندازې هم په ما ګران يې ځویه

د سترګو تور د زړه ټوټه دین او ایمان يې ځویه

خو حال د کور ګوره که سوچ پکې دوباره وکړې

 

واده پيسې غواړي ډوډۍ او پلونه غواړي

د نجلۍ پلار ولور زرګونه او لکونه غواړي

نجلۍ په مهر کې موټر او قصرونه غواړي

شم به خوشحاله که څه صبر لدې کاره وکړې

 

ځوی:

زه به شم صبر خو دادا زړه مې صبرېږي کله

د تورو زلفو دام کې ګیر دی ترې خلاصېږي کله

اشنا چې ونه ګوري خدایږو خوشحالیږي کله

لېونی کېږم پلاره بیا به مې نظاره وکړې

 

پلار:

د لېونتوب فکر پرېږده فکر د کار وکړه ته

د ځوانۍ وخت درنه تېرېږي یو څه زیار وکړه ته

له هرڅه مخکې لږ په دې کار کې تلوار وکه ته

واده به وشي که سمون د له روزګار وکړې

 

ځوی:

پلاره ته ښه وايې ورځمه غم د کار کومه

هرڅه که ډېره موده تېره شي نو وار کومه

د واده زېره په دمه او انتظار کومه

دا مې وعده ده ته باور به زما پلاره وکړې

 

پلار:

ځویه دا خاوره او وطن هم په تا حق لري ډېر

د پیسو سوچ کې چې خپل خلک او وطن نه کړې هېر

د وطن لار کې همېشه اوسه صادق او سرتېر

کرکه په زړه کې به د خلکو له ازاره وکړې