نستلجي

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

د ژمي د ها شپو په مجلسو کې څومره خوند ؤ
د دیو او ښاپېریو ها قصو کې څومره خوند ؤ
یادېږي ماته هغه اوږدې شپې او تورتمونه
په ټنګ او په ټګور د ها حجرو کې څومره خوند ؤ


مستي او شورماشور ؤ د سپوږمۍ په ترږمۍ کې
په هغه ولولو ، بې ریایۍ کې څومره خوند ؤ
وږمو ورځۍ زما کيسې د یار غوږو ته یوسۍ
زموږه د ځوانۍ په رنګینو کې څومره خوند ؤ
 هغې ته وایه سوزم په اور کې ستا د مينې
پلو لاندې د یار پټو کتو کې څومره خوند ؤ
شاید چې یوار بیا راشي د تېر وخت  په یادونو
د مينې لنډ شیبو او خطرو کې څومره خوند ؤ

زما یار ته ووايي ها شيبې چې هېرې نه کړي
هغه د ناز کتلو مکیزو کې څومره خوند ؤ
شاید چې یو ځل راشي مات زړه ګی کړي زما ښاد بیا
د شونډو نڅېدو او رپېدو کې يې څومره خوند ؤ
زړګیه توفاني شه شور غوغا په عالم ګډ کړه
د مينې خندا ګانو قلقلو کې يې ډېر  خوند ؤ
د یار کاڼه غوږو نو ته زما د زړه دردونه یوسئ
د یار مرورۍ او په قهرونو کې ډېر خوند ؤ
بهر به نه شي مینه  ستا له زړه زما هیڅکله
د مينې سپرغکیو او اورو کې څومره خوند ؤ
که څه هم نن يې بیا زما د وژلو پریکړه کړې
په سترګو د جانان کې د جنګونو څومره خوند ؤ
ای زما د زړه غزله بېلتون څه کوي نن دلته
جادو پر زړه يې وکړه شعر نشو کې څومره خوند ؤ

ربابه غږوه زما د زړه د شعر سوزونه
زما د زړه زخمونو او نغمو کې څومره خوند ؤ
زما د زړه له سوزه د آسمان لمنې سرې شوې
د زړه په افقو کې د اورونو څومره خوند ؤ
ته څه خبر يې ټوله شپه مې تا پسې ژړلي
د مينې سره اورو په سوزېدو کې څومره خوند ؤ
د ژوند په دې مکتب کې مې د مينې زده کړه وکړه
هميش د یار دپاره سوزېدو کې څومره خوند ؤ
یاران د زمانې اوس هره شپه ور بدلوینه
دا ستا د ور له شانه پټ کتو کې څومره خوند ؤ
زه تل په خپله ژبه او خپل قول یم  همیش ولاړ یم
د مينې پاک قولونو او وعدو کې څومره خوند ؤ