که زه شاعر وای

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

که زه شاعر وای ما لیکل د پرګنوشعرونه

هم د خوښۍ هم بد حالۍ او د غمو شعرونه

د ژوندانه د بی خوندیو او ناخوالو قصې

دولږې ،تندې،دخواریو او دردو شعرونه

دظالمانو د ستم او ناروا نمونې

دژړاګانو،اوسیلیو او سلګو شعرونه

چې ددرمن ها درنه برخه ترینه خان د ځان کړي

دچاودو پوندو،له تڼاکو ډک لاسو شعرونه

چې د مفتخوره ملا پیټی هم په غاړه واخلي

دخوار بزګر د کال خواري د لوټیدو شعرونه

یا د مزدور دزبیښل شوې وینې سوې ساندې

وږي کهول ته دخفګان او ځوریدو شعرونه

مابه غندل د غلامۍ دا رنګارنګه څهرې

داسارت او دستم دورکیدو شعرونه

د سولې هیلې به وې نغښتې هریو بیت کې زما

ما به لیکل له جنګ سره د جنګیدو شعرونه

زه هم انسان یمه احساس لرم ، شعور لرمه

ځکه لیکل به مې دښکلو آرمانو شعرونه

دانساني ژوندون له پاره د انسان تلوسې

د غورزو - پرزو ،دتلاش او درزمو شعرونه

 مابه د کرکې اغزي هم دعشق په لاس نازول

لیکل به ما د محبت او د پیرزو شعرونه

ددین اورنګ،ژبې اوجنس په نامه توری کرښې

په ټول جهان کې د توپیر د ورکیدو شعرونه

څو دانسان په څیر دژوند په خوږو وپوهیږي

ویده ولس ته دپاڅون او ویښیدو شعرونه

مابه د غم اوښکې لیدلې د مظلوم سترګو کې

له هوسۍ سترګو نه په ناز هم د کتو شعرونه

هغه نادان ده چې خوشۍ او خندا بده ګڼي

دسرو شرابو د بزمونو او نشو شعرونه

دتورو زلفو ،شرابی شونډوخوږې خبرې

د مهرویانو د خرام او مکیزو شعرونه

خوږه دنیا د وصالونو به مې تل ستایله

دهجر شوم نوم د زوال او ورکیدو شعرونه

ما مې ځان وازمایه او تورې مې کړې سپینې پاڼې

خو جوړ ترې نه شول یو ځل بیا د اوریدو شعرونه

زه نه شاعر شوم نه مې چا دزړه آواز واوریده

بس ده نور نه لیکمه هیڅکله پښتو شعرونه

۳/۱۲/۲۰۱۸

ویسبادن