حسن خان درمل

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=ته پوهېږي که نه}

څوک دي جومات ورانوي ،څوک دي ښوونځي ورانوي
پښتونه ستا په کي تاوان دی ، ته پوهېږي که نه؟

د بل وژلو ته مو توره تېره کړې ولي؟
خېر که هر څوک دی مسلمان دی ، ته پوهېږي که نه؟

نورو ته ګوره چي داستا په غم خوښي کوي نن
ولي دي مرګ دومره ارزان دی ؟ ته پوهېږې که نه؟

ته به تر څو د رقیبانو کور او ځاي جوړوې؟
نن ستا په خپله کور وران دی ، ته پوهېږې که نه؟

زموږ ماشومي نن د بل کوڅو کي خیر غواړي
دا دي د ژوند یو امتحان دی ، ته پوهېږې که نه؟

راځه چي دواړه سره یو شو د رقیب لپاره
دې ځانځاني کي مو تاوان دی ، ته پوهېږې که نه ؟

هغه ملالي چي په شونډو يي خندا خوره وه
نن يي په اوښکو لوند ګریوان دی، ته پوهېږې که نه؟

بس کړه درمل درته ځولۍ نیسم د خداي(ج) لپاره
خپل ورور دي مه وژنه ستا ځان دی ، ته پوهېږې که نه؟

{/slide}