زرنګ

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

{slide=دوطن یاد}
خدایه ګوره دغه څنګه زمانه سوله نن بیا
له هر چا نه پاته کور او خزانه سوله نن بیا

ټول جهان ته افغا نان خواره واره شول
چا ته دلته چا ته هلته ژوند کول ورته با نه سوله نن بیا

هر طرف ته د هجرت کاروان روان شو
دغه ښه ژوند راته څنګه افسانه سوله نن بیا

په پردو ملکو کی ګرځو حیران او سرګردانه
د خپل ګران وطن کلتور راته څنګه بیګانه سوله نن بیا

دغیرت او شجا عت احساس دی څو شولو افغانه
په خپل قوم او کلی کورکی و هر چاته مسخره سوله نن بیا

د فکرونو او خیا لونو ټال کی ډوب یوو نه پوهیږو
دا فاني ښکلی نړي را ته نن څنګه بیګا نه سوله نن بیا

دمذهبو او قانون چوکاټ ته ولویدی ځان ګوره
دا دژوند ازمون راته څنګه تجربه سوله نن بیا

د نفاق اورونه بل شول اتفاق له منځه ولاړی
دغفلت تیاری خپری شوی مستقبل راته خطره سوله نن بیا

چاته خاندم چاته ژاړم سر نوشت را څخه ورک دی
د ملی غرور احساس می نن په زړه کی زلزله سوله نن بیا

قربانی د نا پو هانو د سیا ست شو ځان ته ګورو
څنکه لمر او سپوږمی دواړه د رڼا پر ځا ی تیاره سوله نن بیا

زما دتوان او دقدرت نړۍ څنګه شولی ورانه
نن نا چاره بی توانه لاس او پښی می زولا نه شولی نن بیا

ددنیا غمونه ډیر دی دو طن غم را سره دی
زما دا ښکلی پا که خاوره نن څنګه خرابه سوله نن بیا

د تشویش او فریادو وسوسه مه کوه زرنګه
د قسمت او نصیب ستوری دی چپه سولو نن بیا

{/slide}