طاير ځلاند

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=غزل}
نه يې بدل شولو دتلو نه د راتلو روايت
اوس هم هغسې دى اشنا د ورځو شپو روايت

د تندې ذوق مې سرابونو باندې مۀ ماتوه
ماته معلوم دى بې وفا ستا دوعدو روايت

زۀ لکه مات ټوټې ټوټې له غېږ پرېوتى منګى
زۀ ټول سالم لکه ژوندى د پښتنو روايت

څوک چې پالنه کړي دنورو تهذيبونو مدام
يو وخت به خامخا ورکيږي د هغو روايت

چې لاس دې راکړو اوس په نيمه لار تنها مې پريږدي
داخونه مينه شوه اشنا نه د پښتو روايت

په هر نظر د حسرتو مړاوې غوټۍ کړه تازه
ژوندى ستاته ښکليه هٰغه دسپرلو روايت

{/slide}