داکتر حنیف بکتاش

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

 {slide=پېلوزی}


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ودیرته چې زما دهیلو پېلوزی دی


څنګ ته مې نا ست دی
ذهن یې
له ډېروپوښتنوستړی ښکاري
اوسترګې یې
زما له څېرې نه لویږي.
همدا اوس
یوې داسې سراخیستې څپې ته پا تې کیږي
چې
که لاس وروړې
د ګرېوانه ساحل به ونړوي
او غږ به یې
د آسمان پر کڼو غوږونووچوي.
زړه یې غواړي
هغوټولو پوښتنوته ځواب ومومي
چې دده پرزړه یې
داندېښنواو غمونودرانه پیټي با ر کړي دي.
زړه یې غواړي
چې زما پوستکي ته ننوځي
ستنه شي ،
چاړه شي ،
نری مزی شي
سر تر پایه هیله شيي پېلوزی شي
او زما له تنه
د نهیلېوغزیدلي ریښې وباسي .
څه وکړي ؟!
ځوان باورونه یې
د تقدیر آذان ته سر نه ټیټوي
او ژوند ورته
د هغه مشق تمرین نه ښکاري
چې ملایکې یې
د بېکارۍ پر وخت
پر پاڼو لیکي او بیا یې
له څانګو غورزوي.
ده ته د ژوند شېبې
هغه وزنونه دي
چې د موجودیت ارزښتونه
د ځمکې پر مخ خوندي ساتي
***
د کوټې پرکړکۍ
ورو،ورو دتیارې رنګ کیني
او په دې ډ ول
دشپې تخته
ډېرو نا ځوابو پوښتنو ته تیارۍ نیسي
له ځایه جګیږي
په سترګوکې یې دسپېڅلتیا نازکه ځلا برېښي
پراوږو مې سر ږدي
په مټو کې مې را نغاړي
او تودوخه یې
زمادوجود په سکښت ،سکښت کې
د هیلې او مینې او پاېښت سپرغکې شیندي.
اګست ۲۰۱۲ کا ل ـ لندن

{/slide}{slide=پر مامه ژاړه}
پامیــــرته چې نه یواځې
زوی مې بلکه ملګری ،
مې هم دی

کله چې ، د شمال وږمو
د مور للو ، للو
ستا غوږته رسوله
ته ،
د یوې لویې ونې
تر سیوري لاندې زنګېدې.

کله چې اوښکې    
زموږ پر مخ وچېدې
ستا خندا لا جاري وه
پر ما مه ژاړه
زه له تانه ،
د مسکا هیله لرم
پخوانۍ سندرې
له سره پیل کېږي
په آسمان کې
د الماسو زړي کرل شوي
او سپوږمۍ بیا راځي
لا تر اوسه هم
د شمال وږمې ، کولای شي
مسکا وشیندي
او د شپیلۍ آواز
د مینې انځور وباسي
او لا تر اوسه هم

ستا خندا
موږ سره رانغاړي
خو ګوره
که څوک
ستا د سترګو وړاندې هم
دغه لویه ونه
په سکروټو کې راونغاړي
لابه ووایم
چې ، ستا سره یم .
غواړم یو کوچنی جام
ستا په نوم پورته کړم
پر ما مه ژاړه
پخوانۍ کیسې
زموږ د ژوند یوه برخه ده
خو زه یې
ستا د نن او سبا لپاره څکم.

{/slide}{slide=کابله مه ژاړه ته}
کابله مه ژاړه ته
ما درته ډیر ژړلي
کابله وخانده بیا
کابله وغوړېږه
دریڅه پرانیزه د باغ پر لوري
چې زما د زړه ، دا نړېدلې نړۍ
یو ځلې بیاد سرو ګلانو له عطرو ډکه شي
کابله مه ژاړه ته
کابله وخانده بیا

د قرآن غله له کابله وزه
دا زما د اوښکو له ساحله وزه
زموږ د سرونو د کرلو شیبو
له دې حاصله وزه
دا زما د زړه له کوڅې
زما د فکرونو له منزله وزه
د قرآن غله له کابله وزه
کابله مه ژاړه ته
کابله وخانده بیا
کابله لوړ شه
کابله نر شه
کابله ستر شه
کابله ودروه
یو ځلې ودروه
دا زموږ د اوښکو سفر

کابله وخانده بیا
کابله وغوړېږه
یو ځلې پورته شه
سپیده راوله
د تورې شپې مخې ته
یوه ډیوه راوله

زه غواړم ووینمه
ستا پر تالا باغونو
یوه مسکا د هیلې
یو غوړېدلی بهار
یوه خندا د مینې
کابله مه ژاړه ته
کابله وخانده بیا.
اوړی 2004 کال کابل

{/slide}{slide=که ته نه ېې؟!}
زما د کوټې پر زاړه دیوال،
لاتراوسه هم
هغه زوړ سات زړیږي
اوزه لاتراوسه هم
له همغې زړې دریڅې
کوڅې ته ګورم .
ما ښام مخکې له هغه چې،
پردریڅې،
دآسمان تورڅادرپرېوځي
اودشپې نیولی غږما
یوځلې بیا
په رسیوکې راوتړي
زړه مې غواړي
دکوڅې پرمخ
ستا دپښو
خا پونه ولولم

ما دې کوڅې کې،
خپل زړه کرلی
ما ته،
دا کوڅه
د ېوې سپېڅلې مینې، داسې انځوردی
چې په کې د باغ پروږمو
مقد س روح چلېږي.
خو ګوره،
که ته نه ېې
ما ته دا کوڅه
له څوخټینودیوالو
له څو تیږو
اوڅوقالب خښتو
زیاته مانا نه لري
زه، دې کوڅې ته
ستا له سترګوګورم
که ته نه ېې
زه په نښتوسترګو
څه ووینم؟!
د فبروري درېمه۲۰۱۲کال

{/slide}{slide=د نښت پر ټکي}

نن شپه مې بیا د زړه مېلمه یې مېلمه

خپلې تنهـــــــا شېبــــــې وېشم درســــره

له غـــــاړه کۍ نه دې لـــــــوېدلې مرۍ

راجېــــلـومه پـــــــه ورېښـــــــم درســــــره

 

کله چې لمــــر له کلي کـــــــډه وکــــړي

زړه مــــې د هســک پــر سینه تالـــټوي

لکه ویشتلې مــرغۍ ، څـــړیکو سره

په تا کــــې هیله ، تا کــــې سا لــټوي

 

د هسک په زړه کــې ډېـوې ډېرې بلې

خو سترګې ستــا لـــوري ته لاره باسي

ستا په ښایست کې څه رازونه نغښتي ؟

زړه لــه کــــو ګله بې اختیــــاره بـــاسي

 

چې له کوڅې نه غږ د پښو پورته شي

زه وایم خــــدایه زمـــا مینه راغــــله

د مقدســـــــــو آیتــــو لـــــــه نــــــړۍ

زما د روح نـــړۍ ته سپینه راغــــله

 

د بڼ له لــــــوری چـــــې وږمه ولګـــــي

وایم هغـه ده ، ګـــــوره بېــــرته راځــي

زه مـې له بخته ســــره څـــه وکــــړمه ؟

نه هغــــه نـه ده بابا چېــــرته راځــــي ؟

 

زه د تیارې او د سپېدې تر منځه

د نښت پر ټکي لکه سات پاتې یم

پر شاو خوامې دي د غم لښکرې

لکه بې وسه باچا مات پاتې یم

 

هره خوا ګورم دیوالونه ښکاري

لکه چې ګور کې کرایي ناست یمه

روح رانه تښتي ، زړه یاري نه کوي

آسمان ته لاس په ګدایي ناست یمه

پسرلی 2009 کال لندن

{/slide}{slide=بې تقدیره شېبې}
خدایه !
دا ستا د آیتونو تفسیر څنګه کیږي ؟!
آسمانه ستا په وېش کې
دا زموږ قسمت څنګه دی ؟

تن مې ،
د کلي د سهار د سپینو پرخو په څېر
له پرهرونو ډک دی
زړه مې ،
دغره په څېرمه
له ماتمونو ډک دی
سینه د دود له تنفسه ستړې
باغ مې ټپي ، ټپي دی
چینه کې سا وچه ده
او د پسرلي په هدیره کې شمال
پر وچو څانګو باندې
لوبې کوي.

خدایه !
دا ستا ، د خلقتونو انځور څرنګه دی ؟
ښکلا د سترګو په قاموس کې
بې مفهومه مانا
مینه د زړه غوټه کې
یوه بې قیمته سودا
صفا په دغه ښارکې
یو منسوخ شوی آیت
وفا په دام کې د شیطان نښتې
روح د ګناه پر پړي باندې زېندۍ
لاسونه هسې د تبرونو لاستي
پرې ویشل کیږي د قسمت جنازې

دغه کوډګرې ، بې تقدیره شېبې
لکه چې پای نه لري
د حقیقت او د باور لوظونه
د «سوداګرو» په نرخونو کې
هېڅ ځای نه لري
زمانه هسې پر بې لارو باندې لاره نغاړي.
زه ،
د دې ښار ، له تور او سپین
او له فوري عکسونو
د یوې زړې کتابچې
له دې اوږده نمبره
چې د خپل کور په دروازه کې مې
په درد نه خوري
او د زندان نمبر پلېت ور باندې قدر لري
خدازده چې چېرته تښتم ؟!
زه ، له هر څه نه ستړی
زه ، له آسمانه ستړی
زه له هندارې ستړی
زه د کوڅې له تښتېدلې څېرې
ستړی یمه
له دریڅې ستړی یم
چې په دروغجنه ژبه
د سپېدې ژمنه کوي
یوه بې دروغو ورځ به کله راشي ؟!

When the Sun reads the Verses of God
Hanif Baktash Kabul 2009

{/slide}{slide=د وسپنې چوکاټ}
چېرته لاړ شم؟
نه پوهېږم.
د مینې او باور تر منځ نړېدلی یم
پر زړه مې ډېر څه ګرځي
هر څه ته چې ګورم
راته پردي ښکاري.
زه ،
یوه انځورته پاتې کېږم
چې پر شاوخوا یې
د وسپنې چوکاټ لګېدلی
سترګې پټوم چې څه ووینم
آیا ته په رڼو سترګو
څه لیدلی شې ؟
شېبې بدلې دي
سات له خوځېدو پاتې دی
شمال د ونو پاڼې رژوي
او د باغ ، د بې وسۍ آواز
هرې خواته خپور دی.
ماته داسې ښکاري
چې څوک ،
زموږ په جونګړه کې
مینه وژني
څوک ، د ګودر شونډې ګنډي
څوک ، د جومات پر دروازې باندې
جمع او تفریق زده کوي

موږ ،
پر خپلو اوږو صفرونه بارکړي
او پر کوڅې باندې مو
غټ کلپ وهلی
حتی موږ ،
د اختر په ورځ هم
یو بل ته
د صفر مبارکي وایو.

سبا مې د زوی د زېږېدو کلیزه ده
او زه ،
حیران پاتې یم
چې ورته څنګه
پر خپلو تشو لاسو
مبارکي ووایم ؟!

When the Sun reads the Verses of God
Hanif Baktash Kabul 2009

 
 

{/slide}{slide=د پرواز پر ایرو}

 
 

یو موټی خاوره مې

 
 

په رغوي کې

 
 

له خپل سیوري سره

 
 

د بېګني خوب

 
 

تعبیر کومه

 
 

زه وېرېږم

 
 

له څه نه ؟

 
 

نه پوهېږم

 
 

 

 
 

ذهن مې له ډېرو پوښتنو ستړی دی

 
 

او ویره ،

 
 

بې له جګړې ما له پښو غورځوي

 
 

زه ، حتی

 
 

له خپل ګاونډي وېرېږم

 
 

چې وره ته یې

 
 

غټ کلپ پروت دی

 
 

‘زه د لمر له مېلمستیا

 
 

تیاره راغلم

 
 

ما د لمر سیوری

 
 

د خپل ماشومتوب

 
 

پر خوبونو ولیده٬٭

 
 

او ما

 
 

ته ولیدې

 
 

چې د شپې له کوره راتلې

 
 

او زه

 
 

د پوښتنو ، له درانه پیټي سره

 
 

 

 
 

د څو پوچو شېبو تر منځ

 
 

سرګردانه وم

 
 

او د شپې لاره وي مې

 
 

٬د پرواز

 
 

پر ایرو٬‍‍‍٭٭ ختل.

 
 

 

 
 

زړه مې نیولی دی

 
 

او زه مې ، رغوی پرانیزم

 
 

لاس ته مې ګورم

 
 

پر رغوي مې

 
 

د ژوند کرښه پرې ده

 
 

شېبې سپکې دي

 
 

له کوڅې

 
 

یواځې د ورکو ترانو غږ راځي

 
 

او شمال مې ورو ورو

 
 

له رغوي خاورې باروي.

 
 

اوړی 2005 کال لندن

 
 

-------------------                ٭  ٭٭ س سپهري

 
 

{/slide}{slide=دریڅه}
نن مې ،
زړه نیولی
او په رګونو کې مې
د وینو پر ځای
بڅرکې جاري دي
نن مې روح ستومانه دی
او د خپګان پر مفهوم ښه پوهېږم

نن حتی،
د هغې پانې پر نهیلۍ پوهېږم
چې ، له څانګې لویږي
او لاره ویان پرې
بی پروا تېریږي
زړه مې ،
د غوټیو پر تښتېدلو څېرو سوځي
چې ، له ډنګرو پښو نه یې
د ایمان مزي تښتي
زه ،
د بڼ له تنهایۍ وېرېږم
چې ، مرغیو ترې نه کډه کړې
سین ته خپه یم
چې ، په څپو کې یې
د اوښتلوشیمه پاتې نه ده
او ، کبانوته
چې ، رګونوکې یې
وینې کنګل شوې دي.

زما پر کوڅې ، زړه سوځي
چې د بې کسۍ اوږده شپه یې مخ کې ده
او له دروازونه یې
د باور رنګ الوزي

زه ،
د صفر په څېر
د حقیقت او باور تر منځ نړېدلی یم
او ، آسمان مې هره شېبه
پر سر را ټیټیږي.

شېبې ټمبلې دي
او د دریڅې نړۍ تنګه ده
او ته یواځې په کې
د رنګونو د اعدام مراسم وینې
او یو سپین کفن
چې له تا ،
د سا ایستلو ، حقیقت پټوي.
آه ،
کاشکې چې ،
د حقیقت په مفهوم نه پوهېدی
کاشکې چې ، مفهوم
د هستۍ پر پاڼه نه زېږېدی
او وجدان ،
یوه صندوقچه وای
چې ، تشه کړی دې وای
او بیا دې ،
د یوه ماشوم ،
پر متیازو مینځلې وای

موږ د میزونو پر سر
او د کاغذونو پر مخ
خپلې ، هیلې کرو
موږ ،
د پلاستیک جوړولو به کارخانه کې
د پسرلي لمړۍ ورځ لمانځو
موږ ، کاڼه شوي
موږ ، هر څه هیروو
موږ ، سرګردانه
خدازده څه لټوو ؟
آه ،
څه نیکمرغي ده ؟!
هغوی چې باید خپلې څېرې
د ډنډونو پر ولاړو او ورستو اوبو
وویني
او د خپلو دروازو پرسر
د بدکاره ښځو لوحې ووهي
هغوی چې
د هرې دروازې مخې ته
پر یوځي
او ، پر هر خره زین وهي
زموږ د پېغلو د هندارو ،
غوره مېلمانه دي.
څومره مې زړه غواړي
چې ، خپلې سترګې او غوږونه وتړم
کله چې اورم یو پلار
د ږیرې پر چاړه باندې
د یوې ماشومې نجلۍ ، نس څیروي
څو،
یوه بدغرمه نطفه وباسي ترې
او رسوايي یې
د خپل غرور ، په هدیره کې خښ کړي.

څنګه مې له سیوري ونه شرمېږم ؟
څنګه ،
د ضدلۍ پر مخ فلسفه ولولم ؟
څنګه غره ته وګورم ؟
چې زه ترې تاریخ او جغرافیه زده کوم
کله چې وینم
زموږ ،
د عقل او پوهې مدعیان
چې ځانونه ، جامع الکمالات
او قاضی القضات ګني
او خدای ورته
پر دغو فضایلو برسیره
د لیکلو همت هم ورکړی
د خپلو کتابونو وزن
د مړو پر سرونو
او د شمال او جنوب ،
پر تیږو تلي.

زه د تاریخ پر پاڼو
چې د رسولانو د مشق تختې دي
د ځمکې د بدمرغۍ
او د روح د ورستېدو
انځور وینم.

زما ځواني ، چې د باغ
لوڅېدوته پاتې کیږي
د انتظار او مینې
پر شېبو تړل شوې
او کوټه مې ،
چې دیوالونه یې ،
شېبه ، په شېبه را نږدې کیږي
ماته ،
د وروستۍ پوښتنې ځواب وایي.
زه ، پر مرګ باور نه لرم
خو آیا ،
ژوند په خپله ،
هغه هټۍ نه ده چې
موږ ،
هره ورځ ترې
د ځان د پانسۍ کولو
رسۍ رانیسو ؟!
دا کوڅه څه نومیږي ؟
چې پر تړلې دروازې ختمیږي
او یواځې پرې
د تېرېدو په محال
زموږ ، په ذهن کې
د ژوند احساس تکراروي ،
او زموږ د موجودیت مفهوم
د تیږو پر ذهن لیکي.

افسوس چې تیږې ،
ژبه نه لري
او همیشه غلې دي
او یواځې دې ته جوړیږي
چې د چا سر
او یا زما د کوټې
دریڅه پرې ،
په نښه شي .

When the Sun reads the Verses of God
Hanif Baktash Kabul 2009

 
 
 
 

{/slide}{slide=شړلې مسکا}
وطن مې ،
لکه د وینو غوټۍ
لکه د اوښکو څپه
لکه له شونډو پر شا شوې مسکا
لکه له زړه نه راوتلې سلګۍ
د ویر پر پاڼه باندې ورژېده
وطن مې ،
لکه زړه سندره
لکه د کلي چنا ر
لکه سرکښه مجنون
لکه عیسی غوندې د مینې مفهوم
لکه بودا غوندې ترتله مضمون
پر هره کاڼه ، کاڼه
د یاد پر پاڼه ، پاڼه
ولیکل شو.
وطن مې ،
د یاد ریښه ، ریښه کې
د جفاګانو تصویر
د سین پر هره څپه
د ماتېدلو بهیر
د زړه پر هره شېبه
د اسوېلیو تقدیر
دا د ځنګله سترګو کې
یو انځور شوی اسیر
دا د قرآن پر پاڼو
د دوزخونو تعبیر

وطن مې ،  
د سرو او شنو غمبسو
راښورېدلې ځاله
دا د چړو پر څوکو
یوه لیکل شوې کیسه
دا د شېبو پر بهیر
یوه توکړې لاړه

زما د ګدر شونډوکې ،
مینه مړه ده
منګی کې نشته ، د خیالونو نړۍ
چمن کې نشته ، د سندرو ویاله
کټوکې ویر خوټیږي
او غم ، د یاد فصل ته دام خوروي.

دا زما د کلي د بزګر لاسونه چا تړلي ؟
پر دې ویالې کومه داړه راغلې ؟
چې په لښتیوکې مسکا نه خوځي
او په پټیو کې ،
د مینې پر ځای
فصل اغزي زېږوي !

زمانه ولې داسې شنډه ښکاري ؟
مینې کې ولې اعتماد مړ شوی ؟
هنداره ولې تصویرنه شي ښودی ؟
سبا کې ولې رڼا نه بهیږي
آسمانه ړوند یې ،
ولې نه نړېږې ؟ !

لارویه ،
لاره درنه ورکه نه شي
بیا پر پردیو لارو پل کښې نږدې
نوې لار پرانیزه ،
یو نوی فصل
نوي نیالګي ته اعتبار ورکړه
بیا د غوټۍ شونډو ته مینه ، مینه
بڼ ته ،
پرتم د اقتدار ورکړه !


When the Sun reads the Verses of God
Hanif Baktash Kabul 2009

 
 
 
 

{/slide}{slide=دکيږدېو مېلمه} 

کا شکې چې غرونه نه وای
کاشکې چې ستوري ،
زموږ د سين پر څپو نه ځلېدای
سکښت دمزلو نو،
دا ویالي او ګودرونه نه وای
سپېڅلې مینه،
ساده خلک،ساده زړونه نه وای


کاشکې سپوږمۍ،
زموږ دډاګ پر لمن نه جګېدای
ستوري ړانده وای،
قصې مړې وای،تاریخونه مړه وای

کاشکې شپېلۍ ماته وای،
او زما زړه هېڅکله،
ددي خورو ورو کيږدیو،مېلمه شوای نه وای
کاشکې چې ترخو،
په وږمو کې لمبولای نه وای


کاشکې چې ما،
ددغو غرونو پر سر،
دهيلو جام،
سر او انجا م،
او دځوانۍ قامت ما ت کړی نه وای
روح راکې نه وای،
له دې خاورې بې ژړا تېرېدای
کاشکې چې تېره،
را نه هېره،
ځان کې هست وای،
ځان کې مست وای،
له هر څه نه بې پروا تېرېدای

خو لمره ګوره داسې نه شم کوای
آ سما نه تا نه یوه پو ښتنه لرم
له دغه زړه سره مې څه وکړمه؟‌‌

ما رج۲۰۱۰مېلادي کال لندن

 
 
 
 

{/slide}{slide=د نرګس مسکا}
مه ځه پسر ليه له دې کلي نه
پر ېږده
دغاټول جامونه پورته وي ډاګونو کې
پرېږد ه
د نرګس مسکا پرا نيسي وي باغونو کې
بو ټي را ژوندي شي
ترخې وناڅي، عطرونو کې
څا نګې غو ټۍ ونيسي
زړه پرانيزي رازونو کې
سره شراب جاري شي
د تا کونو په رګونو کې

مه ځه پسر ليه له دې کلي نه
پر ېږد ه
د شپېلۍ اواز راپورته شي
کيږ د ېو نه
مست شي  ګودرونه
بیا خیا لي شي له منګېو نه
پېغلې زينتي شي
جا مې ډکې له پو لېونه
سپينه خندا وخوځي
د شونډو په لا لونو کې
پرېږ د ه
د غا ټول جا مونه پورته وي ډاګونو کې

مه ځه پسرلیه له دې کلي نه
پرېږد ه
ما لي راوړي پیغا مونه د ګلا ب
بیا مينه جاري شي
په تارو کې درباب
سترګو کې راڼه شي
اميدونه دشبا ب
ومينځي له زړونو نه
ما تم او اضطراب
پرېږد ه دماشوم خندا اوچته شي نازونو کې
پرېږد ه
دنرګس مسکا پر انيستې وي با غونو کې

مه ځه پسرلیه له دې کلي نه
پرېږد ه
چې د روح بلبله ووځي له جېلونو نه

 

پرېږد ه

 

چې اسير فکرونه وغورځي سرونو نه
زړونه را بهر شي
تور او سپينو  تعبيرونو نه
سپينه سپېده وخوځي دتورې شپې رګونوکې
زموږ په فر یادونو،
تا ندو هیلو، ارمانونو کې
زموږ په غزلونو
په سندرو اوډولونو کې
زموږ په کتا بونو
د را تلونکو په یا دونو کې
مه ځه پسر لیه له دې کلي نه
مه ځه له دې کلي نه‌ !

 

{/slide}