روح الله

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

{slide= غزل}زمونږ په ګران وطن کى انسانان لمبـــــــه لمبـــــــه شو
په جنګ او په جګړو کى ډير ځوانان لمبــه لمبــــه شو
سپين سرى ميندى ژاړى پيغلى کونډى پاتى کيږى
سپيره مخونه ګرزى يتيمان لمبـــــــــــه لمبــــــــــــه شو
تورتم دى سرى لمبى دى هره خوا فريـاد فر يــاد دى
لوږى دى د باروتو سره ګلان لمبــــــــــــه لمبــــــــــه شو
چاښى پيسى پيداکړى او څوک ګرزى وږى تـــــــــږى
هيڅ کار او کسب نشته غريبان لمبـــــــه لمبـــــــــه شو
روح الله واى خپله ربه د خورانو مدت ګار شـــــــــــــى
زما په شانته ډير زيات عجزان لمبــــــــه لمبــــــــه شو
روح الله{/slide}{slide= غزل}د بي غيرته خاينانو سه مى جوړه نــــــــه ده
وطنه ستا د دښمانانو سه مى جوړه نــــــــه ده
چه د حرامو او حلالو منځ کى فرق نـــــــه کوى
تش په نامه مسلمانانو سه مى جوړه نـــــــــه ده
چه تکبر کوى بى رحمه په خوارانــــــــو باندى
د کبرجنو انسانانو سه مى جوړه نــــــــــــــه ده
غريب سړى يم غريبانو سره مينـــــــــه لرم
د ظلم ځور د خاوندانو سه مى جوړه نه ده
زه روح الله به يي رسوا کړم خلاصيدلى نشى
د ريشوت خورو مامورانو سه مى جوړه نه ده

روح الله{/slide}