غښتلی افغان

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=توپکوال}

دی د افغان پیغلو کې رنګ او خیال د حورو ګوری
وینې څکی ، پکې مزه ا نطهورو ګوری
وږی لیوه ده د رمو داړل عادت ده دده
انسان وژلو کې همیش ښکار د نخچیرو ګوری
د خدای له نومه ئې جوړ کړی دی ، تلک د ټګۍ
مسجد قفس د بی ګناهو او ترهورو ګوری
د خپلې ګټې نه ئې ځار کړل د ملک خلک او خاوره
نه ویر ، ژړا او نه فریاد د کونډو ، بورو ګوری
د فساد کان په یوه ځان دی ، ددی ځمکې په مخ
افغان ئې سترګو کې فتنې تل د شریرو ګوری

{/slide}{slide= د بی ننګو کړه}

کابل خوار شو،کابل خوار شو، کابل خوارشو
په ذلت او په خوارۍ باندې دو چار شو
د بی ننګو په کړو وړو باندی له شرمه
د سیالا نو په سیالۍ کې شرمسار شو

نوې لوبې

شنه زمرې کړل شنو ډالرو غلامان
د پا میر ګر بت ټپوس شو دډ یران
نوې لوبې د تاریخ مداري ښئې
افغانان شول دیانکیانو غلامان

{/slide}