د معرفت شمعي

ادب، ژبه او کلتور
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

سید عبید الله نادر    

په دې ویاړم چې ټول روښانفکرانو د علم او معرفت څراغونه نیولي ،او دا تیارې غواړي رڼا کړي ، د ټولو هڅه دا ده چې د تور ضمیر او زړونو خاوندان د معرفت په څراغ روښانه کړي ، ځکه زمونږ دا ټولي بد بختۍ او ستونزی ، د جهالت او نادانۍ څخه سر چینه اخلي ،

مونږ باید یواځي د لیک او لوست په سرحد کې ونه اوسو،د لیک او لوست د سرحد نه لږ آخوا واوړو،یعنی  لږ نور هم خپل فکرونه روښانه کړو، او ډیر مسائل درک کړو ،او د جهانی تقاضا سره علم زده کړو ، مونږ د علم او معرفت په حصول سره کولای شو ، ډیر لیری راتلونکی د زړه په سترګو ووینو ، زمونږ پخواني د درد خاوندان او زمونږ غمخواران تل د علم او معرفت په جامه سمبال ول ،د دوی د نیک احساس او لوړ احساس پایله وه ، چې دوی به د مستبدو او نا عاقبت اندیشه حاکمانو او چارواکو د کړنو څخه ځوریدل ،او نیوکي به یې په دوی کولي ، دا وجه وه چې دیر خطرناک زندانونه دوی سره وګالل د هغوي هم لویه اندیښنه داوه چې،د وطن سیاست دوی د وطن د خیر او صلاح په لاره بوځي .او د وطن اولاد د علم و فن څخه لري پاتي نشي ، اوس مونږ په خپلو سترګو وینو چې زمونږ د یو شمیر نا آګاهه خلکو څخه دښمن زمونږ د وطن د تخریب د پاره څومره د ځان په ګټه ، ګټه اخلي ،اود دغي بیسوادو او نالوستو څخه کار اخلي ، نو مونږ په باید رتلونکی نسل روښانه کړو ، ، دا د معرفت شمعی باید روښانه کړو ، ځکه دښمن و هغه کرغیړن دیو ته ورته دی ، چې د رڼايی څخه تښتي ، او خصوصأ چې په دې وروستی ورځو زمونږ ټولو خلکو ته خو لا څه چې دنیا ته ښکاره شوه ، چې د دښمن ډیری حملي ، په تعلیمی مراکزواو په تکړه او بیداره خبریالانو  باندی وي ، لکه د کابل پوهنتون ،او ډیری تعلیمی مراکزو چې د هغی جملی څخه د کوثر تعلیمی موسسه ،او پر خبریالانو برید ، پرتکړه خبریالانو،لکه یما سیاوش موتر بمب برید، پر الیاس داعی د آزادۍ راډیو خبریال موټر بمب بریداو داسي نوري واقعي، نو لازمه ده چې د تعلیم او تربیه د حصول په برخه کې زیاته پاملرنه وکړو ،