افغان ټاکنې؛ حنیف اتمر د صدارت څوکۍ را منځته کول غواړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغان ولسمشرۍ ټاکنو یوه نوماند حنیف اتمر خپله ټاکنغونډه کې وویل، که ولسمشرۍ ټاکنو کې بریالی شو، د لومړي وزارت یا صدارت څوکۍ به رامنځته کړي.

حنیف اتمر چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټاکنډلې مخکښ غړی او له هغه وروسته د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار و، څو میاشتې مخکې یې له دندې استعفا وکړه.

د نوموړي استعفا هم د ټاکنو لپاره بلل کېده

.

ښاغلي اتمر نن د خپلو پلویانو غونډه کې د راتلونکو ټاکنو لپاره د خپل پلان روښانولو کې دا خبره وکړه.

هغه دا هم زیاته کړه، چې ریاستي نظام نه بدلوي، بلکې جوړښت کې یې بدلون راولي:

"تېرو اونیو کې زموږ د نوي ټیم په هکله ناروا تبلیغات کېدل، په موږ یې تورونه لګول چې دوی په افغانستان کې نظام بدلوي، دوی پارلماني یا فدرالي یا ملک الطوایفي غواړي، دا شی مطلق ناسم دی".

د نوموړي په خبره، دا ډله بریالیتوب سره ریاستي نظام ساتي، خو سمون پکې راولي.

"د نظام په راس کې دریم معاونت راولو، په نظام کې د نظام د ښېګڼې لپاره صدارت رامنځه ته کوو هغسې صدارت چې شهید موسا شفیق پکې خدمت کاوه، د نظام راس کې به لویه سلاکاره شورا رامنځته شي".

هغه دا هم وویل، چې د خلکو د ښه خدمت لپاره په ولایتونو کې ادارو ته واک ورکوي:

"هغه ادارې ته چې واک ور نکړې څنګه خدمت وکړي".

 

بل لور ته ټاکنو ته د نوم لیکنې په روان بهیر کې نن 'جمعه ۱۸ جنوري ' د ملي امنیت ادارې پخواني مشر رحمت الله نبیل هم خپل ټاکنیز ټیم اعلان کړ چې پخوانی لوی درستیز مراد علي مراد یې لومړی مرستیال او ولسمشرۍ څوکۍ ته یوه پخوانۍ نومانده مسعوده جلال یې د دویمې مرستیالۍ څوکې ته ټاکلې ده.

د ښاغلي نبیل د ټیم شعار بیا امنیت او عدالت دی.

په نظام کې د بدلون راوستو په هکله له حنیف اتمر سره ډله کې د ولاړ یونس قانوني خبرې څو ورخې وړاندې د ځینې خلکو له نیوکو سره مخ شوې.

خو نوموړي بیا هم د جنورۍ په اتمه وویل، چې د مرستیالۍ څوکۍ نه غواړي، بلکې نظام کې بدلون راوستل غواړي.

که څه هم حنیف اتمر ننۍ غونډه کې وویل، چې دوی د هغه اساسي قانون ساتل غواړي چې خپله یې جوړولو کې برخه لرله، خو یونس قانوني تېره اونۍ ویلي وو، د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه کې یې هم په افغانستان کې د ریاستي او متمرکز نظام مخالفت کړی و او اوس هم دا ډول متمرکز نظام د افغانستان په ګټه نه بولي.

له حقوقي او قانوني پلوه د نظام په جوړښت کې هر ډول بدلون به د اساسي قانون له تعدیل وروسته کیږي.

د دغه قانون په لسم فصل کې راغلي چې د اسلام او جمهوري له مفاهیمو پرته د قانون نور ټول موارد د بدلون وړ دي او واک یې هم د لویې جرګې په چوکاټ کې د ولس استازي لري.

ټاکنې کله کېږي؟

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون اعلان کړی و چې ولسمشرۍ ټاکنې به د وري په ۲۱ یا د اپرېل پر ۲۰ ترسره شي. خو د تېر ډيسمبر په ۲۶ دې کمېسون وویل، چې، ټاکنې به د راتلونکي لمریز کال سرطان یا چنګاښ یا د ۲۰۱۹ کال جون کې ترسره شي.

هغه مهال د ټاکنو کمېسون ویل، چې د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو د نوم ثبتونې ورو بهیر د دې ټاکنو د ځنډېدو یو لامل شو.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د نوم ثبتولو بهیر د جنورۍ په دریمه پیل شو او عبداللطیف پدرام لومړنی کس و، چې دغه بهیر کې یې خپل نوم د ټاکنو خپلواک کميسیون کې ثبت کړ.