منظور پښتون: د بې عدالتي وژنو او بې درکه کسانو د موندلو لپاره راوتلي يو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پراګ - د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ويلي چې دی او ملګري يې د پښتنو د بې عدالتي وژنو او بې درکه کسانو د موندلو لپاره راوتلي دي. نوموړي نن [شنبه] د بلوچستان په قلعه سيف الله ضلع کې يوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال دا خبره وکړه. دې ولسي غونډې ته يو شمېر مدني او سياسي فعالانو هم ويناوې وکړې او پښتنو ته د ورپېښو ستونزو پر هوارولو يې ټينګار وکړی.

منظور پښتون په قلعه سيف الله کې د زرګونو خلکو غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان تر ايين لاندې د پښتنو لپاره خپل حق غواړي او له دوی سره د شوي ظلم پوښتنه کوي. نوموړي په خپله وينا کې د بې درکه کړل شوو کسانو پر موندلو زيات ټينګار وکړ

.

"د پاکستان ايين وايي چې څوک هم ادارې [پوځ او پوليس] اوچت کړي نو تر درې ورځې زيات يې له ځان سره نه شي ساتلای، بايد عدالت ته يې وسپاري. د پاکستان ايين دا هم وايي چې هيڅوک يو کس له عدالته بهر نه شي وژلای. زما وژنه خو شروع ده نو چې ايين ما ته تحفظ نه شي راکولای نو څوک به يې راکوي؟"

پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کوي چې د پاکستان له بېلا بېلو سيمو د امنيتي ادارو لخوا څه باندې ۳۲۰۰۰ پښتانه تری تم کړل شوي دي خو امنيتي ادارو په وار وار دا تورونه رد کړي دي. نوموړي ولسي غونډې ته په وينا کې وويل چې د قبايلي سيمې ولس دوی ته سترګې په لار دي چې تری تم کړل شوي وروڼه او زامن يې بېرته وروسپاري.

"په فاټا کې مېندو ژړل ځکه چې زامن يې ورک ول. د دوی د ژړا په ځواب کې موږ ډېر احتجاجونه وکړل خو چا مو غږ نه اورېدی. بيا مو دغو مېندو ته وويل چې تاسو صبر وکړئ، موږ ټولو پښتنو ته ځو، ټول پښتون قام به راپاڅي، هغه به تپوس کوي او ستاسو غېږې ته به ستاسو بچي راوړي."

په قلعه سيف الله کې دې ولسي غونډې ته د بېل بېلو سياسي ګوندونو مشرانو هم ويناوې وکړې او د پاکستان ریاستي تګلارې يې وغندلې. د ويناوالو وينا وه چې پښتانه ترهګر نه دي بلکې پر پښتنو د ترهګرۍ په نامه جګړه تپل شوې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي کاروان د منظور پښتون په مشرۍ د جمعې په سهار د خېبر پښتونخوا له ډېره اسماعیل خان څخه روان شو او په قبايلي سيمه درازنده کې له ولسي غونډې وروسته يې مازيګر په ږوب ښار کې ولسي غونډه وکړه. له هغه وروسته يې نن [شنبه] په قلعه سيف الله کې ولسي غونډه وکړه چې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړیو او په زرګونو عامو خلکو ګډون پکې کړی وو.