آرشیف



Copyright sporghay.com 2005-2010 All rights reserved. Design by: Abdel Malek and Roman Parhiz

د پاڼۍ تګ لاره Print E-mail
Sunday, 31 January 2010 20:17

يادونه

دسپرغۍ د ویب پاڼې هڅه داده چې د هيواد والو ترمنځ د دوستۍ او ښې پوهاوۍ دپاره او د کرکې او نفرت نه په دې ډکې نړۍ کې د انسانيت او د انسانانو ترمنځ د مينې او رغاوۍ په لور يون ته لاره برابره کړي.

د خلکو تر منځ د مينې او دوستۍ پربنسټ د ښو اړيکو رامنځ ته کول ددې پاڼې یو غوره هدف دی ځکه مينه ستر قوت دى. راځۍ يو بل ته د مينې او دوستۍ او صداقت لاسونه ورکړو که څوک د مينې او دوستۍ هيله لري نو بايد د نورو سره مينه وکړي او سړی هله د نورو سره مينه کولی شي چې خپل روح او وجدان د رخې او کينې له ناولتيا څخه پاک کړي. او نه يوازی پاک کړي، بلکې هغه د مينې له سپيڅلو ولولو او عواطفو ډک کړ ي داسې چې د مينې سپرغۍ تر ې په خپريدو شي، نو دلته دی چې سړی د نورو سره مينه کولی شي او نورو ته مينه ورکولی شي او چې انسان نورو ته مينه ورکړي نو په خپله هم د نورو د مينې وړ ګرځي

 

د پاڼۍ تګ لاره

سپرغۍ ناپېلې سياسي ،فرهنګي، علمي او خبري پاڼه ده چۍ هدف يي د ټولو ملي، هيواد پالو ، ترقي او سوله غوښتنوکو ځواکونو د غوښتنواو نظريو خپرول او دځوان نسل د فکري استعدادونو وده او غواړيدل دي.

سپرغۍ په پام کې لري چې دخپلو خپرونو په اډانه کې دهيواد دربړيدلي اولس ربړونه او کړاونه بيان او له دغه ستونزو او کړاونو څخه د وتلو په خاطر د ګرانو هيواد والو نظریې او فکري کرښې خپرې کړي.

سوله هغه ستر ارزښت دی چې د سپرغۍ په خپرونو کې ډیر لوړ مقام لري ،دسولې دپاره کار چې دټول بشريت او په تيره بيا د افغانانو ستره هيله ده د سپرغۍ په خپرونو کې به غوره ځای ولري.

زموږ د هيواد د بد مرغيو ستر علت وروسته پاتې والی، بې وزلي، بې عدالتي، د پوهې ټيټه کچه او بیسوادي ده .د وروسته پاتي والي، بې عدالتۍ پر خلاف او د پرمختیا او غوړیدو له پاره هاند، د سپرغۍ دخپرونو مهمه برخه جوړوي.

د پوهې او سواد غښتلتيا او دبيسواديۍ پر خلاف مبارزه په حقيقت کې د وروسته پاتي والې  او بدمرغۍ څخه د خلاصون ډيره ګټوره لاره ده او دا دسپرغۍ د هيلو يوه نه بيليدونکې برخه جوړوي.

د قومي، ژبنيو اومذهبي او نورو بې اتفاقيو پر خلاف مبارزه د سپرغۍ د خپرونو مهمه برخه ده ځکه ددغه بې اتفاقيو څخه د هيواد دښمنان ګټه اوچتوي او دا د هيواد دښمنان دي چې په اصل کې دغه بې اتفاقيو ته لمن وهي. نو ځکه د هر ډول تعصبونو خلاف د ملي يووالي اوملي پخلاينيې پربنسټ مبارزه دسپرغۍ تر وړاندي غوره هدف دی.

دموکراسۍ، آزادۍ ، عدالت او ترقۍ د ټينګښت او پراختيا دپاره ريښتنې هلې ځلې د سپرغۍ غوره شعار او د تګ لارې نه بېليدونکې برخه ده .

سپرغۍ هيوادوالو ته د ريښتينو مالوماتو د رسولو په مقصد د هیواد او نړۍ د پرون، نن او سبا په هکله د مستندو آثارو او شواهدو خپرول د خپل کار غوره برخه بولي.

سپرغۍ د پورته مطالبو او دلاندې ټکوپه پام کې نيولو سره په ورين تندي دټولودرنو ليکوالو د ليکنو،مقالو او نظريو د تر لاسه کولو هرکلي کوي.

ـ په ليکنو کې  باید اخلاقي اصولو او معيارونو ته ټينګه پاملرنه شوې وي

ـ د سپرغۍ ويب پاڼه ځانته اجازه ورکوي د ليکنو څخه کنځلې او سپکې خبرې و باسي او يا داسې ليکنې چې لیکوال يې د کنځلو د ایستلو سره موافق نه وي، د هغو له خپرولو ډه ډه وکړي.

.ـ ديني او مذهبي عقيدو ته سپکاوی شوې نه وي

ـ دانترنيټي پاڼو څخه په کار اخيستلوکې اړوندو بين المللي قوانينو او مقرروته پام شوی وي

ـ د وګړو په خصوصي اوحقوقي اډانې، په تيره بيا د سياسي ،ملي، مذهبي ، علمي او حقوقي شخصيتونو پر شخصي او حقوقي اډانې له تيري او سپکاوي څخه ډډه شوې وي.

.ـ مطالب په هيواد کې د سولې او ثبات د بهير د ګډوډولو هدف ونه لري

ـ مطالب په هيواد کې د قومي او مذهبي تاوتريخوالي د زياتولو هدف ونه لري.

ـ که چيرې څوک پخپلو ليکنو کې پرچا نيوکه يا نيوکې وکړي پاڼه خپله دنده بولي چې دغوښتنې په صورت کې را استول شوې ځواب په پشپړه توګه په پاڼه کې خپور کړي.

ـ ټولې هغه ليکنې چې دليکوال له نامه نه خپريږي دليکوال دفکرونو، اندونو او نظريو څرګندوينه کوي او ليکوال دهغې پوره مسوولیت په غاړه لري.

ـ سپرغۍ په مستعاره او پټو نومونو په تیره بیا دهغه ليکنو له خپرولو څخه ډډه کوي چې پر نورو حقوقي شخصیتونو پکې نیوکې او تیري شوي وي دداسې ليکنو ليکوال بايد له خپلو ليکنو سره خپل انځور او پوره پته د پاڼې په پته را واستوي.

امکانات

ـ که تاسې ليکوال، شاعر، سياست پوه، څيړندوی او يا پوهاند ياست، خپلې علمي، ادبي، سياسي، روزنيز او تاريخي ليکنې، آثار او ژباړې د سپرغۍ پاڼي ته واستوۍ. ددې پاڼې ګټورتوب او اغيزمنتيا ستاسې په لاسونو کې ده. خپلې نيوکې او وړانديزونه له سپرغۍ سره شريکې کړۍ.

تاسې کولې شۍ د سپرغۍ له لارې د بېلابیلو مسلو په اړوند نظر سنجونه وکړۍ.

تاسې کولی شۍ د بیلابیلو مسالو په اړوند علمي او څېړنیز خبرې اترې او بحثونه ترسره کړۍ او خپلې ليکنې د بحث د پاره وړاندې کړۍ.

تاسې ته به د پورته اصولو د رعایت په صورت کې دا امکان درکړی شي څو خپلې ليکنې او مطالب د سپرغۍ په پاڼه کې د ټاکلي نوم او کود  له مخې په خپله داخل کړۍ.

تاسې کولی شۍ خپلۍ لیکنې د پلټنې د کړۍ له ليارې د مقالې او یا لیکوال د نوم په لیکلو سره په چټکۍ سره پیدا او تر لاسه کړۍ.

تاسې کولی شۍ  په پاڼو کې د پاکټ د علامې پر سر د کلیک له لارې خپلې ليکنې خپلو دوستانو او ملګروته واستوۍ.

تاسې کولی شۍ د خپلې خوښې مطالب  فس بوک او یا نورو ډله ایزو رسنیو ته پر هغه علامې د کلیک کولو له لارې چې د پاڼې په کيڼ اړخ کې ليدل کيږي، واستوۍ.

تاسې کولی شۍ د  خپلې خوښې ليکنې د پرینټ پر علامه د کلیک د لارې پرنټ کړۍ.

تاسې کولی شۍ د دوستانو په پاڼه کې خپل اندونه او وړاندیزونه وليکۍ.

 

په درناوۍ

 

 

د سپرغې د پاڼې په اړوند ځڼې اړین مالومات Print E-mail

په روان کال کې

د سپرغۍ ويب پاڼه په نوي ډیزاین کې راووتله چې له امله يې ځنې بدلونونه منځ ته راغلل چې ځنې يې په دې ډول دي:
۱.  د پاڼې د مينو یا سرلیکونو په اړوند:   مینو په ظاهره کوچنۍ شوې ده خو ټول هغه سرلیکونه  له ځانه سره لري چې په تير ډیزاین کې يې شتون درلود. د بېلګې په ډول د کولتور تر سرلیک لاندې څو نور سرلیکونه هم شته چې په تېر ډيزاین کې د پاڼې پرمخ ليدل کېدل، دغه پټ سرليکونه تاسې داسې ليدلی شۍ  کله چې تاسې د بېلګې په ډول د کولتور پرسرلیک کلیک وکړۍ. په دې وخت کې پټ سرلیکونه را ښکاره کېږي او په مينو کې يې د کولتور تر سرلیک لاندې ليدلی شۍ. لکه لنډې کیسې، لنډۍ او داسې نور... همدارنکه ځنې نور سرلیکونه هم پټ سرلیکونه لري چې پر نوموړي سرلیک باندې له کلیک وروسته يې رابرسېره کولی شۍ. 
۲.  د تېرو کلنو ټولې ليکنې په آرشیف کې پرتې دي چې  آرشیف د پاڼې په ښي اړخ کې په کوزنۍ برخه کې موقعیت لري. تاسې پر آرشیف باندې له ټس پورته کولو وروسته د آرشیف برخې ته ورننوزۍ او هلته د پام وړ ليکنه پيداکولی شۍ.
۳. تاسې کولی شۍ د خپلې خوښې ليکنې په  ډېرې چټکۍ سره هم پيداکړۍ. د پاڼې په سر کې د سرچ یا لټون برخه ترسترګو کېږي تاسې په  دغه برخه کې د ليکنې سم نوم وليکۍ او په کیبورد کې پر اینتر ټس پورته کړۍ نو ستاسې د پام وړ لیکنه به ترمخه شي. همدارنګه د لیکوال د نوم په لیکلو سره د لیکوال ټولې ليکنې ستاسې مخې ته راوځي.
۴. که محترم لیکوال غوښتي وي چې د ليکنې په اړوند يې د محترمو لوستونکو نظر مالوم کړي ، پاڼه چمتو ده چې د هغوی ليکنه د عمومي نظر دپاره وړاندې کړي.
۵. تاسې کولی شۍ د خپلې خوښې ليکنه د ایمیل له لارې خپلو دوستانو او ملګرو ته واستوۍ. داسې چې د پام وړ ليکنه پرانيزۍ او بیا د پاکټ پر علامه کلیک کړۍ نو په دې وخت کې تاسې ته د هماغه پاڼې د استولو امکان برابریږي.
۶. تاسې کولی شۍ د پام وړ لیکنه په فېس بوک او یا دې ته ورته نورو پاڼو کې له خپلو دوستانو سره شریکه کړۍ. خو شرط يې دادی چې تاسې د فېس بوک او یا دې ته ورته نورو پاڼو غړيتوب ولرۍ. په دې حالت کې تاسې د پام وړ ليکنې ته داخلېږۍ او بيا د پاڼې په کيڼ اړخ کې د فېس بوک پر علامه کلیک کوۍ تاسې د فېسبوک پاڼې ته داخلېږۍ هلته تاسې په فېسبوک کې خپلې برخې ته داخلېږۍ او په شار باندې ټس پورته کوۍ په دې حالت کې د پام وړ ليکنه په فېس بوک کې ستاسې په وال کې راڅرګنديږي او ستاسې د فېس بوک ملګري کولی شي هغه ولولي او په هکله يې نظر ورکړي. همدا کار د تویتر او نورو ورته پاڼو  ... په برخه کې هم ترسره  کېدی شي.

۷. د شاعرانو لست د شعر تر سرلیک لاندې موندلی شی، په دغه لست کې د ټولو هغه ښاغلو شاعرانو نومونه او شعرونه ترسترګو کېږي چې شعرونه يې ددې ویب پاڼې په پته رسېدلي دي.


۸. د نويو شعرونو تر سرلیک لاندې یوازې د هغه ښاغلیو شاعرانو نوم ترسترګو کېږي چې تازه يې خپل شعرونه دغې پاڼې ته لېږلي دي او تر یوه میاشت يې نوم په دغه برخه کې ساتل کېږي  خو که په دې موده کې بیا نوي شعرونه واستوي نو دغه موده اوږدېږي. خو د شعر تر سریزې لاندې تاسې تل کولی شۍ د خپلې خوښې شاعر شعرونه ولولۍ.

په درناوي