د فساد مخنیوی د حکومت او ملت ګډ مسوولیت

اقتصادي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

د اداري فساد پر وړاندې مبارزه د حکومت د اقداماتو تر څنګ د ولس عملي ملاتړ ته اړتیا لري، له دې مه واره نه  ملي یووالي حکومت د خپل مهم لومړیتوب په توګه دغه شومه پدیده له منځه وړلی شي او نه هم ملت د فساد له عذاب څخه خوندي کېدلی شي

.

دا سمه ده چې حکومت  په دې برخه کې عملي  مېتودونه لري او له هغو څخه به استفاده وکړي، مګر تر هغو چې ملت لاس ورنه کړي او د فساد په مخنیوي کې په صداقت د حکومت ملا ونه تړي، نو د حکومت هڅې هغومره چې تمه یې کېدلی شي، موثرې نه تمامېږي. د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اساسي موخې له دولتي ادارو څخه د دې پدیدې لمنځه وړل، له د ولتي سرچینو څخه موثره او مثمره استفاده، له تبعیض خالي  ادارې رامنځته کول، د ټولنیز عدالت او قانون حاکمیت تامین دی.

په تېرو دریو کلونو کې د دولت اجرائیه قوې په دې برخه کې پام وړ لاسته راوړنې لرلې چې په ټوله کې کولی شو نتیجه یې د بین المللي شفافیت سازمان له خوا د ۱۵ امتیازونو  او د دغه سازمان  د ۲۰۱۶ کال په راپور کې ۵ رتبه یي صعود ووینو. په دې راپور کې، افغانستان د اداري فساد له پلوه له دریم په فساد ککړ هېواد څخه اتم ځای ته صعود کړی او د نړۍ د درې  فاسدو هېوادونو له لېسته وتلی دی. مګر که چېرې د دولت د دغو هڅو ترڅنګ په بېلابېلو ځایونو کې ولس هم په جدي توګه له دولت سره همکار وای، نو باور دی چې موثریت او پایلې به یې په مراتبو تر دې ښې وې.

د ملي یووالي حکومت په عمده اقداماتو کې د قانون حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا جوړېدل، له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز تاسیس او فعالیت، د قوانینو تصویب او اجرایي کول لکه د تدارکاتو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، د جمهوررئیس په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون  جوړول او د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست په تشکیل کې د ملي تدارکاتو ادارې جوړول، د پرانیستې دولتدارۍ (OGP) مشارکت سره یو ځای کېدل، په بېلابېلو برخو کې د الکترونیکي سیسټم پیلول، د دولتي مقاماتو د شتمنیو ثبت او په کابل بانک کې د فساد قضیو ته جدي رسیدګي او د اصلي مجرمینو زنداني کول له فساد سره د حکومت د جدي مبارزې او کلکې ارادې څرګندونه کوي او تر بل هر وخت اوس ولس په دې باورمند دی چې حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې صادق او جدي دی. 

ملي یووالي حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې هېودوالو ته د عامه ادارو پر ځواب ویلو او حساب ورکولو ټینګار کړی او دا د سالمې ادارې له عمده شاخصونو بولي. همداراز د مرستندویه هېوادونو د همکاریو د ساتنې په موخه د حکومت د انکشافي پروګرامونو د پراختیا، حساب ورکول او ځواب ویل او په ترڅ کې یې د افغانستان لپاره د شفافیت رامنځته کول مهم ګڼل کېږي. حکومت د بېلابېلو سیسټمونو په رامنځته کولو سره د حساب ورکولو زمینې برابرې کړي. په ټوله کې له فساد او مفسدینو سره په مبارزه کې د ملي یووالي حکومت اراده اوس خلکو ته واضح شوې، مګر ولسونه هم باید په دې برخه کې همکاري وکړي، تر څو د حکومت هلې ځلې په دې برخه کې لا ښه رنګ راوړي او په مثبتو پایلو بدلې شي.