غني ته څه په میراث ورپاتې و؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد
پنځه کاله وړاندې ولسمشر غني ته داسې هیواد او نظام په میراث ورپاتې شو، چې له هیوادوالو سره د وطن بقا مطلق د اندېښنې او پوښتنې وړ وه، ځکه چې له یوې خوا بهرنیانو خپلې غوټې تړلې وې او له افغانستان څخه زیات وتلي و او پاتې نور یې هم د وتلو په حال کې و
.
۲۰۱۴ کال خلکو ته یوه بلا اېسېده او ټولو ویل چې داسې بحران راتلونکی دی چې هر څه به له کومې تېر کړي او د ولسمشر غني حکومت به یې هم پر وړاندې له شپږمیاشتو زیات مقاومت ونشي کړای، له همدې امله اکثره پانګوالو خپلې پانګې او لوستو ځوانانو خپلې پښې له وطنه سپکې کړې.
ټول خلک نهیلۍ او وېرې په مخه کړي وو، حکومت په نړۍواله کچه د فساد له پلوه په لومړۍ کرښه ولاړ و، نه یوازې د پرمختګ څرکونه نه لیدل کېدل، بلکې میلیاردونه ډالر نړیوالې مرستې هم حیف او میل شوې وې، شخصي جیبونو او د زورواکو او جنګسالارانو بانکونو ته تللې وې. بودجې څلور سوه میلیون ډالره کسر درلود.
نه یوازې افغانان نهیلي و، بلکې نړیوال هم له افغانستان څخه نهیلي شوي او ان په خپلو کړو مرستو پښېمانه وو او په دې ځانونه ورته ملامت اېسېدل چې بېرته یې خپلو خلکو ته نه کومه لاسته راوړنه لرله اونه یې هم کوم واضح ځواب ورته درلود.
د حکومت په راس کې زورواکان و، مفسدین وو، قراردادونه ټول د دوی په لاسونو کې وو، په ادارو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې پراخ فساد د دوی په روحیه او انګېزه بد اغېز کړی و، بل لورته وسله والو مخالفینو د فتحې خوبونه لیدل او فکر یې کاوه چې په څو میاشتو کې به ګڼو ولایتونو ته سقوط ورکړي، افغانستان به په دوه سیاسي جغرافیو وېشي او په دې ډول به د ټوپک او تشدد له لارې واک ترلاسه کړي.
په همدغو سختو او له نهیلیو او وېرې ډکو شیبو کې ولسمشر غني واک ترلاسه کړ، ولسمشر ټول ولس ته ډاډ ورکړ چې هر څه به ډېر ژر کابو کړي، مګر د هیچا باور هم نه راتلو، ولسمشر غني خپل تمرکز نړیوالې ټولنې ته زیات کړ، څو سفرونه یې وکړل او په همدغو څو سفرونو کې یې د نړیوالو باور ترلاسه کړ او هغوی ته یې دا ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به هر څه مثبت تحرک پیدا کړي او هغوی ته یې وویل چې په افغانستان کې د دوی قربانۍ او پانګونه به نه یوازې ضایع نشي، بلکې رنګ به راوړي.
بالاخره د ولسمشر غني د همدغو هلو ځلو او استدلال له برکته د نړیوالو اعتماد او ملاتړ ترلاسه شو او دوی یو ځل بیا له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړې، افغانستان کرار کرار د دوی د محراق مرکز وګرځېده او له پامه لوېدلی افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو د پام وړ وګرځېده.
د فساد ضد مبارزه پیل شوه، حکومت کې ژور او اساسي تغیرات راغلل، ژمنو، تکړه او ځوانو کدرونوته د خدمت فرصت ورکړل شو، زیربنا ته پام وشو، بیارغاونه، انکشاف او سیمه ییزه همکاري پیل شوه او بالاخره د ټولو د توقع خلاف افغانستان په مثبت جهت حرکت پیل کړ او لا هم مخته درومي.