ولسمشر غني د شانګهای ناسته کې سیمه ییزه همکاري وهڅوله

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

 

جمهوررئیس غني چې د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هیوادونو ناستې ته په خپل نوبت وینا کوله، نوموړي تر ډېره د افغانستان اوسني وضعیت، شته ننګونو، فرصتونو او د سیمې د هیوادونو همکاریو او د هغو ارزښت ته اشارې لرلې. نوموړي وویل، "پر نړېوال ابهام سربېره، د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه د خوښۍ او هیله مندۍ لپاره دلایل لري

. د شانګهای سازمان روحیې ته په اتکا سره نه یوازې په میراث پاتې ستونزې هوارې شوي دي، بلکې دغه سازمان داسې یو بستر برابر کړی چې یوروـآسیا په یو اقتصادي لویه وچه بدله کړي."

نوموړي لا وار دمخه په بېلابېلو ویناوو کې دېته اشارې کړې وې چې اسیا په راتلونکو پنځه ویشت کلونو کې په اقتصادي زون بدلېدونکې ده او په دې کې شک نشته چې له دې سره افغانستان هم له اقتصادي پلوه وده ومومي، ځکه افغانستان د اسیا د زړه، څلور لارې او وصل نقطې په توګه هم د عایدو د ترلاسه کولواو هم د مناسباتو د جوړولو له پلوه په ښه دریځ کې واوسي.

نوموړي همدارنګه د بېلابېلو هیوادونو مشرانو ته بېلابېلو مناسبتونو ته په اشارې مبارکۍ وویل، "چین ته د انقلاب د اویایمې کالیزې او جمهوررئیس شي ته د هغه د زوکړې د ورځې مبارکي وایم، صدراعظم مودي ته د دوی د خلکو لخوا د کلک ملاتړ او جمهوررئیس توکایوف ته په ټاکنو کې د بریالي کېدو مبارکي وایم. زه له ایران او روسیې څخه مننه کوم چې سل کاله مخکې یې زموږ خپلواکي په رسمیت و پیژندله او نن هم له موږ سره نږدې همکارۍ لري."

ښاغلي غني د ملي یووالي حکومت وروستیو هلو ځلو او د منځنۍ اسیا هیوادونو سره د ښو مناسباتو او همکاریو پراختیا ته په اشارې وویل، "قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان مونږ یو ځل بیا مرکزي آسیا سره ونښلولو او اوس زموږ ستر سوداګریز شریکان دي. همداراز، له هند او ایران څخه د هوایي دهلیزونو او چابهار کوریډور د فعالولو په خاطر مننه کوم. زه له لومړي وزیر عمران خان سره د جون په ۲۷ نېټه د هراړخیز او رغاوونکي ډیالوګ تمه لرم. همداراز، له ټولو رهبرانو چې د افغانستان جګړې لپاره یې د سیاسي حل لارې لپاره پر اړتیاوو رڼا اچولې، مننه کوم. او زه په کلکه د شانګهای سازمان له مرکزي ګروپ سره د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې لپاره د کار په هیله یم. "

جمهوررئیس غني په عین وخت کې د خپلې وینا پرمهال پاکستان هم دېته متوجه کړ او هم یې دېته وهڅاوه چې د افغانستان د موقعیت ارزښت باید درک کړي او له هغه څخه د معقولې استفادې لپاره د دښمنۍ د اوسني دریځ پرځای د دوستۍ دریځ اختیار کړي.

په دې کې شک نشته چې افغانستان به له جنګ او اوسني ناسم وضعیت څخه د ولسمشر غني په هڅو راوځي او د امنیت، ثبات او پرمختګ په لور به خپل پیل شوی حرکت چټکوي، مګر دا کار له سیمه ییزې همکارۍ پرته سخت او ناشونی دی، ځکه نو د ولسمشر غني وړاندیز او ټینګار په سیمه ییزه همکاری زیات او متمرکز و.