طالبانو بیا هم پر جرګې، جګړې ته ارزښت ورکړ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

 

طالب نه په خپل واک کې دی او نه هم په خپل اختیار، څومره چې موږ او افغان ولس له جګړې ستړی دی، له دې زیات وسله وال طالبان له جګړې ستړي او پښېمانه دي. وسله وال طالبان ښه پوهېږي چې په غلطه او ناحقه روان دي، مګر د دې باوجود هم په جګړه ټینګار کوي، ځکه چې د دوی مشران د پاکستان له لوري ګرو شوي، له دوی څخه واک او اختیار اخیستل شوی او دوی یوازې او یوازې د هیواد بربادۍ، د خلکو وژلو، ترور او وحشت ته ګومارل شوي دي.

وسله وال طالبانو که واک لرلی، نو لا ډېر دمخه به له جګړې لاس په سر شوي وای، خو دا واک له دوی نه، بلکې له پاکستان سره دی. له دې امله طالبانو ته یوازې او یوازې جګړه ور ښودل شوې، طالبان له جګړې مه واره نه بل فکر لري او نه هم بل فکر ته پرېښودل کېږي. طالب که ژاړي او که خاندي جګړه به کوي، ځکه نو د سولې مشورتي جرګې له پرېکړو سره مخالفت او موافقه د طالب له وسه وتلی کار وو او د پاکستان په ګډون د بهرنیو بادارانو له لوري ورته وویل شول چې د جرګې د پرېکړو مخالفت او پر جنګ باید ټینګار وکړي.

طالبان د ډانګ او پړانګ تر منځ ایسار دي، اخوا یې پاکستان نه پرېږدي، تل یې پر جنګ را مارش کوي ، له دې خوا یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه نه پرېږدي، په مرګ یې وژني، په دې وروستیو کې میاشتو کې د طالبانو جندر وتلی، له دې امله د ځان پټولو سوړې لټوي. چې د پاکستان له لوري ورباندې فشار زیات شي، نو بیا ښارونو ته مخه کړي، ملکي تاسیسات او عام وګړي په نښه کړي او په ښارونو کې ترور او وحشت کوي.

که طالب وسله وال واقعاً د خپل واک خاوندان دی، نو باور دی چې تېر کال به یې د افغان دیني علماو د متفقې فتوا په غبرګون کې له جنګ او افغان وژنې لاس اخیستی وای، ځکه یاده فتوا ډېره جامع او کره وه او روانه جګړه یې په هیواد کې ورور وژنه او فتنه بللې وه، مګر وسله والو طالبانو د هغې فتوا پر وړاندې چې بې ځوابه و، سکوت اختیار کړ او په وروستیو کې یې یو ځل بیا جنګ ته مخه کړه.

که وسله وال طالبان د خپل واک او اختیار خاوندان وای، نو باور دی چې دوی به په اندونیزیا او مکه معظمه کې د اسلامي نړۍ د دیني علماو په بلنه د سولې بین الافغاني مذاکرات منلي وای او له دغې ناروا جګړې او فتنې به یې لاس اخیستی وای.

که وسله وال طالبان د خپل واک او اختیار خاوندان وای، نو باور دی چې په تېر کوچني اختر کې د ولسمشر غني له لوري د اوربند له اعلان وروسته به دوی بیا دوه ځلي اوربند منلی او له جنګ څخه د تل لپاره مخ اړولی وای.

که وسله وال طالبان د خپل واک او اختیار خاوندان وای، نو باور دی چې د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړې او غوښتنې به یې منلې وای او د جګړې پر ځای به یې جرګې ته ارزښت ورکړی وای او د تل لپاره به یې جګړه او ورور وژنه بنده کړې وای.