د ولسمشر غني شپاړس ساعته کار

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

کلونه وړاندې مې له ولسمشر غني سره د ده د ژوند په اړه مفصله مرکه لرله، ما ویل ، تکړه توب او استعداد دې کومه خارق العاده چاره بولې او که د خپل زحمت پایله مو ده؟

لږ مکث یې وکړ، بیا یې راته کړه، په دې کې شک نشته چې د انسان د ژوند په ګډون هر څه چې موږ یې لرو او خدای تعالی راکړي دا الهي نعمتونه دي او باید شکر یې ادا کړو، خو دا چې له دغو نعمتونو، ژوند او خپلو اندامونو او امکاناتو څنګه موثره او اعظمي ګټه واخلو، دا نو زموږ په ارادې، هڅې او تصمیم پورې اړه لري.

ډاکټر غني چې هغه مهال لا ولسمشرۍ ته نه و رسېدلی خپلې خبرې داسې وغځولې. له کومې ورځې مې چې خپل ښی او چپ لاس پېژندلی او په ښه او بد پوه شوی یم، نو نه مې یادېږي چې زما کاري ورځ دې له دولسو ساعتونو کمه وي. ما هره ورځ دولس ساعته کار، لیکل او مطالعه کړې. دغه نظم مې پر ځان راوستی او پاللی دی او تراوسه یې پالم.

که څه هم په لومړیو کې دا خلکو ته ټوکې ښکارېدې او زړونو ته یې نه لوېده چې ولسمشر غني دې په دغه زړبودۍ کې د دغومره زیات کار توان ولري. حتی د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو پرمهال به یې ډېرو مخالفینو دا ویل چې ولسمشر غني ناورغه دی. د کار انرژي او حوصله نه لري، د همدې لپاره باید داسې چاته رایه ورکړل شي چې د منظم او زیات کار زغم او انرژي دواړه ولري.

مګر له کومې ورځې چې هغه ولسمشرۍ ته رسېدلی دی نو له کومې استثنا او ستړیا پرته منظم او شپاړس ساعته کار د ورځې کوي. هغه وایي ځکه شپاړس ساعته کار کوم، چې په تېرو څلوېښتو کالو کې نورو حتی د ورځې دوه ساعته منظم کار هم نه دی کړی، ډېر کاري ساعتونه او فرصتونه ضایع شوي دي او زه غواړم چې په دې ډول ضایع شوي وختونه تر  یوې اندازې جبران کړم.

خو بدمرغي داده چې هره ورځ د ولسمشر غني د شپاړس ساعته کار څخه نږدې لس ساعته یوازې د جنګ په مدیریت لګېږي. که چېرې په وطن کې جنګ نه وای او ولسمشر غني له دغو لسو ساعتونو څخه حداقل پنځه شپږ ساعته د انکشاف او نورو چارو باندې لګولي وای، نو باور دی چې وطن به له فقر، وزګارتیا او ډېرو نورو اوسنیو ناخوالو او ستونزو څخه راوتلی وای.

د ولسمشر غني د همدغه شپاړس ساعته کار له برکته افغانستان په تېرو څلورنیمو کالو کې په ډېرو برخو کې ښه پرمختګونه او لاسته راوړنې لري، دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر غني ډېرې برنامې او پلانونه لا بشپړ څه چې ان لس سلنه یې هم نه دي تطبیق شوي او ځینې لا پیل شوي هم نه دي، نو که چېرې دغه برنامې او پلانونه په منظم او اساسي ډول تطبیق شي، نو باور دی چې د خلکو په ژوند او د هیواد په وضعیت کې به جوت توپیر څرګند شي.

افغانستان لا هم د ولسمشر غني په رهبرۍ او مشرۍ د نورو هیوادوالو زحمت او کار ته اړتیا لري او دا د ټولو دنده او مسوولیت دی چې د هیواد په ابادۍ کې خپلې هڅې او امکانات درېغ نه کړي، بلکې د ولسمشر غني غوندې خپل وخت، پوهه او فکر د هیواد او هیوادوالو خدمت ته ځانګړي کړي.