له باعزته او تلپاتې سولې د ولسمشر غني موخه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
 
Kontaktfoto

Besked indhold

 

مطیع الله سحر

له باعزته او تلپاتې سولې د ولسمشر غني موخه هغه سوله ده چې وطن ته واقعي امن او ثبات راولي. د بل بحران پیل نه وي او نه هم د وینو بوی ځنې ولټېږي. دغه ډول سوله هغه مهال شونې ده چې په جنګ کې د ښکېلو خواو په ګډون ټول افغانان او د ټولنې مختلف اقشار په یو غږ او یو اواز د سولې اواز بدرګه کړي. دوی واحد دریځ او لیدلوری رامنځته کړي او د هغه تر شا په کلکه ودرېږي.

ولسمشر غني د همدې لپاره د ټولنې بېلابېلو اقشارو او سیاسیونو سره په دې اړه بیا بیا سلا مشورې وکړې او حتی نړیوال یې هم دېته قانع کړل چې د سولې لاره باید اختیار شي. سوله اراده غواړي، سوله برنامه غواړي، سوله عملي اقدام او هغه جرئت او قاطعیت غواړي لکه ولسمشر غني یې چې لري.

مګر افغان سیاسیون په دې برخه کې لا هم په خپلو شخصي ګټو پسې ګرځي. دوی په سوله کې د خپلو ګټو تضمین او د خپلو ځانونو پالنه غواړي. سوله په دې شکل ځکه نه راځي چې په دغه ډول وضعیت کې اصلي او لویې موخې پاتې کېږي. اختلافات او کشمکشونه ایجادېږي. سوله د سولې او ثبات پرځای د نفاق او شقاق لامل ګرځي، نو موږ ټول باید په واقعي مانا د ولسمشر غني د دریځ ننګه او ملاتړ وکړو او د هغه تر شا ودرېږو، که چاته شک او تردید موجود وي، نو دوی په ازادانه توګه کولی شي چې خپلې اندېښنې له ولسمشر سره شریکې کړې.

مګر د سولې په برخه کې مختلف دریځونه، غبرګونونه، ملاقاتونه، سفرونه او تګ راتګ به هیڅ ګټه هم ونه لري. حتی د دې امکان لا موجود دی چې که د مسکو د غونډې په څېر د سیاسیون ترمنځ وحدت او یووالی رامنځته نشي، نو د سولې برابر شوی فرصت به ضایع شي.

د افغانستان هر وګړی نر دې او که ښځه ووړ دی او که زوړ دی ټول د باعزته سولې تږدي دي. او د ژوند تر ټولو لویه هیله یې هم یوازې تل پاتې او باعزته سوله ده. ځکه چې افغانان نور له جنګ جګړو څخه ستړي شوي دي. نه غواړي چې باقي ژوند د تېر په څېر په تورو تیارو کې او د بل له لاس او امر لاندې تېر کړي. او هیڅ افغان د دې غوښتونکی ندې چې بېرته تورې دورې ته وګرځي چې پکې د ښځو، ماشومانو او ټولو افغانانو حقونه خوندي نه وي. او همدا یې وخت دې چې له دې ټولو حالاتو څخه ځان وژغوري.

د ښاغلي غني له برکته مو مړې هيلې راژوندۍ شوې چې مونږه په خوب کې هم نه وې لېدلې. ښاغلی غني هم د سولې دغه فرصت له لاسه نه ورکوي. لویه هیله یې هم همدا ده چې باید افغانستان یو مقتدر هیواد واوسي. لکه د نړۍ د نورو هیوادونو په څېر. دا چې نړیوال په افغانستان کې د روانې جګړې حل په سوله او سیاسي مذاکراتو کې بولي. او د افغان په جګړه کې پر ټولو ښکېلو ډلو ښاغلي غني دا غږ وکړ چې د سولې رامنځته شوی فرصت  دې نه ضایع کوي او له  جګړو دې لاس په سر شي.