عذر بدتر از ګناه!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

په څو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د رامنځته کېدو خبره کوي. نوموړي د تېرې کب میاشتې په ۲۴ مه، په باجوړ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې د یوه نوي حکومت د جوړېدو خبرداری ورکړی وو. هغه ویلي ول «افغانستان کې به یوه ښه حکومت رامنځته شي، داسې یو حکومت چې د ټولو افغانانو استازیتوب به وکړي ، جګړه پای ته ورسیږي او په هغه ځای (افغانستان کې) سوله رامنځته شي»

د عمران خان د داسې څرګندونو په تړاو، افغان حکومت هغه مهال سخت غبرګون وښود، هغه يي د افغانستان په کورنیو چارو کې بربنډه لاسوهنه وبلله او په کابل کې يي د پاکستان د سفارت مستشار، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

خو پاکستاني سپينسترګي چارواکې کله حیا لري، د ورې میاشتې په ۵ مه،  بیا عمران خان یو شمېر خبریالانو سره خبرو کې وویل«د افغانستان حکومت د سولې بهیرکې چې افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو لپاره پیل شوی، خنډونه پېښوي» او زیاتوي «د افغانستان د سولې پروسه هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې په دې هېواد کې بېطرف حکومت جوړ شي او هغه د ټولو مهمو خواوو په ګډون ازاد او شفاف انتخابات وکړي، تاند»

د ایکسپرس ټریبیون پاکستانۍ ورځپاڼه خپل راپور کې د عمران خان د څرګندونو په اړه بیا لیکي«افغان حکومت د سولې په بهیر کې یو خنډ دي، په دې چې دا حکومت طالبانو سره پر خبرو ټینګار کوي»!

د عمران خان په داسې څرګندونو افغان حکومت بیا سخت غبرګون وښود او د هېواد بهرنیو چارو وزارت، په کابل کې د پاکستان مرستیال سفیر احضار کړ. همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې افغان سفیر ښاغلی مشعل د اعتراض پتوګه له پاکستانه راغوښتی دی!

افغانانو هم په یوه خوله د عمران خان څرګندونې او خپل هېواد افغانستان کې د پاکستان بربنډه لاسونه او تیری غندي!

بلخوا د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستاني واکمنانو داسې بربنډې لاسوهنې له افغانانو سربېره، په کور دننه پاکستان کې هم د سختو نېوکو سره مخ شوې. د بېلګې پتوګه په دې اړه د پاکستان پخواني سناتور افراسیاب خټک وايي«افغانستان کې د موقت حکومت جوړېدو په اړه د عمران خان څرګندونې بېشکه د دغه هېواد پر ملي حاکمیت تیری دی. په افغانستان کې د واک د انتقال په اړه خبرې د سولې د خبرو موضوع وه چې افغانانو به یو بل سره کولې. خټک زیاتوي چې د عمران خان دغه غیر مسوولانه بیان د افغانانو د مختلو خواوو ترمنځ  خبرو ته سپکاوی دی»

همدارنګه د سیاسي چارو مبصرې اغلې ماروي سر امریکا غږ ته وویل چې د عمران خان خبرې د پوځ څرګندونې دي. هغې وویل «دا څرګنده خبره ده چې پاکستان په افغانستان کې څه غواړي او د چا حاکمیت غواړي. عمران خان باید له داسې خبرو څخه ډډه وکړي، که نه نو دېته دې غاړه کیږدي چې د پاکستان په اړه ګاونډي ملکونه هم داسې خبرې وکړي»

د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد هم په افغانستان کې د لنډمهالې حکومت د جوړولو په تړاو د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان خبرې ته په اشارې سره وايی«د ښاغلي خان خبرې رغنده نه دي!»

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس، ټوېټر کې خپله یوه تبصره کې لیکلي«د کرکټ ځینې اصول ډیپلوماسۍ کې کار نه ورکوي. دا د افغانستان کورنې مسله ده او د عمران خان توپ اچونه دلته نه پکاریږي»

اوس د پراخو غندنو او سختو نېوکو وروسته، پاکستاني چارواکي اړ شول چې، د عمران خان بې سره بوله او بې حیا څرګندونو ته پرتوګ واغوندي. په دې اړه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي«د افغانستان په تړاو د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان وروستۍ څرګندونې، رسنیو ناسمې راخیستي او لومړي وزیر خپلو څرګندونو کې د پاکستان بېلګې ته اشاره کړې چې انتخابات پکې د یوه عبوري حکومت لخوا تر سره شول.دا خبرې باید په غلطه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه تعبیر نه شي، تاند»

خو په داسې ادعا کې هم مالومیږۍ چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هڅه کړی څو د عمران خان د څرګندونو ښکاره خطا او ګنا په رسنیو واچوي. عمران خان او د هغه هېواد بهرنیو چارو وزارت پوهیږي چې افغانستان او پاکستان جلا جلا اساسي قوانین لري. دا چې د عمران خان د خبرو د سپیناوي لپاره د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي « د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د عمران خان مطلب د پاکستان په څېر ټاکنو لپاره افغانستان کې د لنډمهالي حکومت جوړېدو خبره کړې ده.BBC» د افغانستان د اساسي قانون خلاف او هغه سره په ټکر کې ده. افغانستان د خپل اساسي قانون له مخې د ټولټاکنو لپاره د پاکستان په څېر لنډمهالې حکومت نه رامنځته کوي او جلا پروسیجر لري چې تفصیل ته يي دلته اړتیا نه لېدل کیږي. که خبره همداسې هم فرض کړو لکه څنګه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايی، دلته هم عمران غوښتي چې افغانستان دې خپل اساسي قانون څخه تېر شي او د پاکستان د اساسي قانون له مخې دې د ټولټاکنو لپاره لنډمهالی حکومت رامنځته کړي. بیا هم پوښتنه دا ده چې عمران خان او د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت څه کاره دی چې افغانستان لپاره داسې نسخه دیکته کوي، ایا افغانستان د پاکستان کوم ایالت دی چې عمران خان ورته نسخه وړاندې کوي! بلخوا د عمران خان څرګندونه د ټولټاکنو په اړوند نه ده، بلکې طالبانو سره د خبرو په مهال طرحه کیږي. دا بیا هم د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګنده لاسوهنه او تیری دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت دې ډول څرګندونو ته، «عذر بدتراز ګناه » ویلی شو!

د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۲۷ مه

سرلوڅ مرادزی