محب چې څه وکړل، ښه یې وکړل!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 مطیع الله سحر

د افغانستان دملي امنیت سلاکار ښاغلی حمدالله محب یو پوه با استعداده او پر وطن مئین شحصیت دی. تل یې د وطن او ملي ګټو ملاتړ کړی دی او د وطن دښمن ته یې داسې توند ځواب ورکړی، چې بیا هغه خبره افغان حکومت ته خو څه چې د افغان دښمن ته به یې هم په خوله رانشي. لکه څه موده وړاندې یې چې په مونیخ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مخاطب کړ او د نورو بهرنیانو په حضور کې یې هغه څه ورته وویل، چې نه یې پاکستان د اورېدو هیله لرله او نه یې بل کوم افغان سیاستوال د ویلو جرئت درلود. خپل وطن ورته داسې ښکاري لکه خپل ناموس او د خپل ناموس په شان ترې ساتنه کوي.

په دې ورستیو کې چې د افغان سولې لپاره د هیواد دننه او له هیواده بهر هڅې زیاتې شوي دي. او ان چې د طالب استازو او د امریکا ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیل زاد تر مینځ د افغان سولې په تړاو له هغو څلور مسودو څخه پر دوو لاسلیکونه هم شوي دي او پر پاتو دوو به هم ډېر ژر په راروانو ناستو کې خبرې وشي او یوې پایلې ته به پکې ورسېږي.

حمدالله محب بیا پر خلیلزاد نیوکې وکړې، چې له طالبانو سره د امریکا مذاکرې د سولې ټینګولو لپاره سمه لاره نده او د افغان  حکومت مشروعیت په اړه سوال پیدا کوي. ښاغلي محب د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اړه وویل. چې  افغان حکومت یې څنډې ته کړی، او له طالبانو سره خبرې کوي او ځان ته یې د وایسرای موقف ورکړی دی. ښاغلي محب وویل چې افغانان د جرګو او مرکو خلک دي کېدای شي چې د سولې لپاره یې هم یوه داسې پرېکړه کړې وای چې ستاسو په ذهنونوکې به هم نه ګرځېده. خو مونږه په دې پوه نشو چې ښاغلی خلیل زاد دغه د سولې مذاکرات څرنګه پر مخ وړي او که یا به د دې کارونو شاته بل دلیل وي. خو که هر څه وي باید له له افغان حکومت سره یې شریک کړي.

د ښاغلي حمدالله محب د دې کار په ترسره کولو سره یې افغانان هم خوشحاله کړي دي او هم یې اندېښمن کړي دي. خوشحاله په دې دي چې اوس افغانان هم د خپل حق د غوښتلو لپاره غږ پورته کولی شي او له خپل حق دفاع کوي. او اندېښمن په دې دي چې موږ په ډېر یو نازک او حساس پړاو کې قرار لرو، د حکومت د مشرانو ترڅنګ باید ټول سیاستوال له ډېر احتیاطه کار واخلي او نزاکتونه په نظر کې ونیسي او هغه خبرې ونه کړي چي زموږ ملي ګټې په خطر کې اچوي، داسې نه شي چې خدای ناخواسته موږ له یو بل بحران سره مخ شو. او امریکا تل له افغان حکومت سره اوږه په اوږه ولاړه ده او هر ډول مرسته یې ورسره کړې ده په ځانګړي دول له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په روزنه کې او له هغوی سره د هر ډول سپکو او درنو وسلو مرستې کړي دي چې دښمن پر وړاندې ځواب ووایي.

ښاغلی محب وايي چې د امریکا هر ډول مرستې مونږ سر په سترګو منو. واقعاً که چېرته د امریکا هلې ځلې او د هغوی مرستې له افغان حکومت سره نه وای، خدای خبر چې پر هیواد به مو څه تېر شوي وو، خو د خلیلزاد وروستی دریځ او کړنې موږ ته د پوښتنې او اندېښنې وړ دي.