پاکستان دې خپله چاره وکړي!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

پښتانه متل کوي وایي که ګنجی طبیب وي، نو د خپل سر چاره دې وکړي. پاکستان چې دا مهال په ګڼو ستونزو کې ښکېل دی او هره شیبه د یو لوی بحران او تجزیې له وېرې کړېږي، نو لطفاً دې د افغانستان پرځای خپلو ستونزو او مسایلو ته رسیدګي وکړي، ځکه په دې وروستیو کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې نوی حکومت راشي. نوموړی به دا خوب ګور ته له ځانه سره یوسي.

عمران خان دې خپل مسایل حل کړي. د ناراضي پښتنو او بلوڅو حقونه دې ورکړي. نړۍ ته دې خپل سپیناوی ورکړي، ځکه ټول پرې مشکوک دي چې دوی د ترهګرۍ تمویل او تجهیز کوي او له همدې امله ورسره د نړۍ اړیکې سړې شوې دي. د انرژۍ له قلت سره مخ دی. اقتصادي ستونزې یې د خلکو ژوند ګواښي او له همدې امله یې زیاتې ملي او حیاتي پروژې په ټپه ودرېدلي دي.

په افغانستان کې د نوي حکومت جوړښت د پاکستان مسوولیت او صلاحیت نه دی. حکومت به د افغانانو په خوښه او رایه د ازادو او رڼو ټاکو په پایله کې راځي. پاکستان په دې برخه کې هیڅ مسوولیت نه لري، نو د نظر څرګندونو ته یې هم ځکه اړتیا نشته چې افغانان ورسره نهایت زیات حساسیت لري. پاکستان چې په تېرو څلوېښتو کالو او په ځانګړي ډول په وروستیو اتلسو کالو کې د افغانستان په حق کې کوم ظلمونه او جنایتونه ترسره کړي، هغه لا هم زموږ د خلکو نه دي هېر او له همدې امله پاکستان ته د دښمن په سترګه ګوري.

دا مهال افغانانو له پاکستان څخه مخ اړولی دی او تر هغو چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنې او د افغان وسله والو طالبانو او نورو تروریستي ډلو له ملاتړ او تمویل لاس وانخلي، نو تر هغو به نه یوازې د افغانانو خواخوږي ترلاسه نه کړي، بلکې افغانان به تل له دوی همداسې منفور او کرکجن وي او د دښمن په سترګه به ورته ګوري.

څه موده وړاندې چې د پاکستان او هند تر منځ اړیکې دومره ترینګلې شوې چې یو د بل پر وړاندې یې د وسلې او قوې استعمال ته اړتیا پېښه شوه، نو افغانانو په سوشل میډیا کې په غوڅ اکثریت د هند سره خپله خواخوږي او ملاتړ څرګند کړ او د پاکستان د بربادۍ او تباهۍ ښېراوې یې وکړې.

دا د پاکستان پر وړاندې عام افغاني او ولسي تصور دی. د افغانانو دا عکس العمل د پاکستاني مقاماتو د اعمالو تصویر دی، ځکه د دوی د جنایتونو له امله افغانان دومره حساس شوي دي چې د پاکستان پر وړاندې عادي کېدل به یې کلونه وخت واخلي. پاکستان ته ښایي چې په سیمه او نړۍ کې خپل بد تصویر بدل کړي. د نورو له ذهنیتونو څخه دا وباسي چې پاکستان له ترهګرۍ څخه بشبړ لاس اخیستی دی.

پاکستان  کافي اوږده دښمني وپالله، مګر دوی ته یې هیڅ عملي ګټه ځکه ونه کړه چې پاکستان لا هم کافي او بېخي زیاتې ستونزې لري، نو دا ځل دې د دوستۍ لاره تجربه کړي، ممکن تر دښمنۍ یې په دوستۍ کې ګټه زیاته وي. پاکستان دې د افغانستان په اړه خپل نظر ځکه بدل کړي چې اوس افغانستان بدل شوی دی او اوس هغه افغانستان نه دی چې دوی به یې د برخلیک په اړه تصمیمونه نیول او هغه پرېکړې به بیا پلي کېدلې.