وسله والو او زورواکانو سره د حساب او کتاب وخت

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

ولسمشر غني د حکومت له لومړیو څخه د غیر مسوولو وسله والو او زورواکانو ته په زړه نه وه جوړه، ځکه هغه پوهېږي چې دوی د ولس، امنیت او ثبات لپاره خطر دي. د هیواد په اکثره سیمو کې همدوی د جنایتونو او قانوني سرغړونو او د خلکو د ځورونو او د ځمکو د غصب لامل شوي.

د دې ترڅنګ بېلابېلو خلکو له ولسمشر سره  په لیدنه کې بیا بیا  او په ټینګار سره غوښتنه کړې چې د وسله والو ډلو او زورواکانو اساسي چاره باید وشي، ځکه له دوی څخه ټول خلک په وېره کې دي او هیڅوک هم ځان خوندي نه احساسوي. د خلکو شخصي شتمنۍ او جایدادونه هم د دوی له لوري په زور ورڅخه اخیستل شوي او غصب شوي دي.

حکومت څو ځله د غیر مسوله وسله والو او زورواکانو پر وړاندې جدي مبارزه پیل کړه، خو ستونزه داده چې ولس بې تفاوته دی. ولس خپل ملاتړ ونه کړ او برعکس غله، مافیا، زورواکي او جنګسالاران دومره منظم او منسجم وو چې د حکومت پیل شوې مبارزې ته یې قومي رنګ ورکړ او دوی داسې خلکو ته تبلیغ کړه چې ګواکې حکومت له دوی سره قومي چلند کوي او یا هم د مجاهدینو د بې واکه او منزوي کولو لپاره دغسې هڅې کوي، حکومت د حساسیتونو د مخنیوي په موخه خپله مبارزه ودروله، مګر لا هم په پام کې ده چې له دوی سره حساب او کتاب وشي.

اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې باید له دوی سره حساب وشي، مګر د دې لپاره ولسي ملاتړ ته جدي اړتیا ده، که ولس په دې برخه کې خپل ملاتړ څرګند نه کړي، نو زورواکي به همداسې زورور پاتې شي. دوی به بیا جنایتونو ته مخه کړي او ولس به ورڅخه تر پوزې ورسېږي.

څه موده وړاندې چې ښاغلی امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو، نو د زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو پر وړاندې یې جدي مبارزه پیل کړه او په څو ورځو کې یې د هغوی لېستونه خپاره کړل او هغوی ته یې وخت ورکړ چې که په ټاکلي وخت کې اړوندو ارګانونو ته حاضر نشي او خپل سپیناوی ونه کړي، نو وبه نیول شي، دغه کار سخت رواني فشار وارد کړ او دوی یې سخت ووېرول، مګر د نوموړي له استعفی وروسته یو ځل بیا زورواکانو د مصونیت احساس وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ته ښایي چې د ښاغلي صالح کړنې او اوامر تعقیب کړي او د زورواکانو پر وړاندې جدي مبارزه پیل کړي. ولسمشر غني عربي متحده اماراتو ته د سفر پرمهال له افغان تاجرانو سره په کتنه کې ویلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یې لارښوونه کړې چې په درې میاشتو کې په کابل کې ټول زورواکي او غیر مسوول وسله وال ونیسي او هغوی د قانون پنجو ته وسپاري چې له دې سره به په امنیت کې پام وړ ښه والی راشي.

غل، غاصب، زورواکی، غیر مسول وسله وال او فاسد نه قوم لري او نه ژبه، نو خلکو ته ښایي چې د دوی د ملاتړ پرځای د حکومت او امنیتي او دفاعي ځواکونو ملګرتیا وکړي، تر څو د زورواکانو زور اوبه شي.