سولې ته هیله مندي!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

دښمن او تروریستي ډلې غواړي په خلکو کې نهیلي خوره کړي او له ژونده یې بېزاره کړي، مګر حکومت خلکو ته ژوند، هیله او امید ورکوي، ځکه نهیلي ګناه ده. له همدې امله حکومت د تلپاتې سولې لپاره عملي هڅې پیل کړې دي او باور دی چې دا هڅې به وطن ته د سولې، امن، ثبات او پرمختګ رنګ راوړي. سره له دې چې د افغانستان بهرني دښمنان کوښښ کوي

چې د دغو سپېڅلو هڅو مخه ډب کړي. وسله وال طالبان د سولې پرځای جګړې ته وهڅوي او جنګ دوامدار وساتي، مګر له یوې خوا وسله وال طالبان له جنګه ستړي دي او له بل لوري دوی د جنګ له لارې له بریالیتوب څخه نهیلي شوي دي، ځکه د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د مبارزې او مخامخېدو وس او توان یې له لاسه ورکړی دی.

تراوسه چې د امریکا او طالبانو د سولې پلاویو په خپلو کې کومې خبرې کړې دي نو رسنیو ته نه دي راوتلې، له همدې امله ولس اندېښنه لري او حکومت انتقاد او تېره اونۍ د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ښاغلي خلیلزاد دا هڅې چې هر څه له افغان حکومت څخه پټ ساتي نقد کړل او د امریکا غبرګون یې هم راوپاراوه. امریکا د ښاغلي محب خبرې او څرګندونې غلطې ونه بللې، بلکې یوازې د هغه لحن او ژبه یې تونده وبلله.

داسې اوازې دي چې ممکن خلیلزاد له پاکستاني مقاماتوسره د افغانستان د سرنوشت او سولې په اړه پټه معامله وکړي. دغه معامله د ټولو د اندېښنې وړ ده، ځکه پاکستان له لومړي سره د افغانستان لپاره ښه نیت نه لري. که امریکا دا ځل بیا دا تېروتنه وکړي او د نویمو کلونو غوندې یو ځل بیا افغانستان پاکستان ته حواله کړي، نو دا ځل به نه یوازې داخلي بحران ایجاد شي، بلکې د دغه بحران تاو او لمبې به د سیمې او نړۍ ثبات هم زیانمن کړي، ځکه افغانان د پاکستان پر وړاندې نهایت سخت حساس دي. افغان حکومت به هم پاکستان ته د دغسې څه کولو اجازه ورنه کړي.

لسیزې وروسته چې افغانان یو ځل بیا سولې ته هیله مند شوي دي، نو نړۍ او امریکا باید د دوی دغې خوښۍ ته درناوی وکړي او د تلپاتې سولې لپاره زمینه برابره کړي.  ولس ویښ دی او هر څه په دقت څاري. دوی ته هیڅ داسې معامله او جوړجاړی د منلو وړ نه دی چې زموږ ملي ګټو او ارزښتونو ته په کې خطر متوجه وي. پاکستان دې خپلو کورنیو ستونزو ته رسیدګي وکړي. د افغانستان مسایل د دوی له سویې نهایت پورته دي او هیڅ افغان به هم دوی ته اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې د لاسوهنې هڅه وکړي.

د پاکستان په لمسون یو شمېر طالب استازي بیا په دې ټینګار کوي چې مونږه له افغان حکومت سره خبرو ته لا هم چمتو نه یوو، مګر دوی د دې لپاره هیڅ دلیل نه لري. دوی باید د افغانستان د خلکو رایې او منتخب دولت ته درناوی ولري او خپل مسایل د خبرو له لارې له حکومت سره حل او فصل کړي.