د اتمر دفاعي او انتقادي حالت

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبداللطیف یاد

ښاغلي حنیف اتمر چې کوم وخت د هیواد د ملي امنیت سلاکار و، نو په متفکر مغز، مرموز، ځیرک او هوښیار سیاستوال معروف و او ډېرو په همدې خاطر ورته درناوی درلود او حتی د ولسمشر غني او د حکومت ډېرې کړنې او لاسته راوړنڼې یې هم ده ته منسوبولې او له همدې امله ورځ تر بلې د اتمر محبوبیت زیاتېده او پراخېده.

خو له کومې ورځې چې ښاغلي اتمر ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نومولی دی، نو له هغې ورځې یې هم چلند بدل شوی، هم یې دفاعي او انتقادي دریځ اختیار کړی دی او هم یې د خلکو په منځ کې محبوبیت کرار کرار په کمېدو دیحتی ډېر یې له دې امله  بد ګڼي چې د ښاغلي غني ملګرتیا څخه یې سواستفاده وکړهد وطن او نظام لپاره یې څلور کاله ټول امکانات د ځان په ګټه وکارول او  اوس هم لګیا دی د حکومت او ولسمشر غني کمه وايي.

له کومې ورځې چې د ښاغلي قانوني په غږ کې له اتمر سره د شویو توافقاتو خبره رسوا شوه، نو هم ولس او خلکو ټکان وخوړ او هم یې د دوی بڼه او حیثیت پیکه کړله همغه راهیسې ښاغلي اتمر او پلویانو یې دفاعي حالت اختیار کړی دی او ډېر کله د دغو توافقاتو د پټولو لپاره انتقادي چلند اختیارويپر حکومت نیوکې کوي.

پر حکومت نیوکې د هر چا حق دی، خو هغه چې تر پرونه پورې په  حکومت کې وو، خوله یې پته کړې وه، مګر نن چې له حکومته شړل شوي، پر حکومت د دوی نیوکه په هیچا هم نه لګېږيله بده مرغه په افغانستان کې اکثره سیاستوال همداسې ديچې په  حکومت کې موقف ولري، هیڅ هم نه وایي، په هر څه خوله پټوي، خو کله چې خپله دنده او موقف له لاسه ورکړي، بیا د حکومت په هره  کړنه او لاسته راوړنه د بطلان کرښه را کاږي.

ښاغلي اتمر ته ښایي چې پر ولسمشر او حکومت د نیوکو پرځای پر خپله برنامه تمرکز وکړي او ولس ته دا واضح کړي چې دوی د هیواد او هیوادوالو د ښه راتلونکي لپاره د ولسمشر غني په ګډون د ولسمشرۍ تر ټولو  نوماندانو غوره برنامه لري او د هغې پر مټ به هیواد د ښه والي لورته سوق کړي او د خپلې برنامې جزئیات دې له ولس سره  شریک کړي، چې د هغوی باور او پام ور واړوي، له دې مه واره په نیوکو به نه یوازې د چا باور او ملاتړ خپل نه کړي، بلکې نور به هم منفور او منزوي شي.

د افغانستان خلک اوس هوښیار شوي دي، د چا په نیوکو، شعارو  او تشو ژمنو نه باور کوي او نه هم ارزښت ورکوي، ځکه د بې اعتمادۍ په بحران کې ولس ته تل وعدې ورکول شوي، خو په عمل کې یې څه نه دي ورته کړي، ولس عمل غواړي او د ولسمشرۍ نوماندانو ته ښایي چې د خپلو غوره برنامو پر مټ د ولس باور ور خپل کړي.

مګر د ښاغلي اتمر دفاعي او انتقادي وضعیت ته په کتو اکثره خلک  دې نتیجې ته رسېدلي دي چې ښاغلی اتمر بې برنامې دی او که یې کومه برنامه لرلی، نو حتماً به یې شریکه کړې وای