ولس عقدو نه، بلکې برنامو ته رایه ورکوي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

افغانستان کې چې کلونه کلونه د واک د لېږد یوازینۍ لاره جنګ، تشدد، وژنې او زور وو، په دې وروستیو کې د نوې او ځوانې ولسواکۍ له رایجېدو سره د واک د لېږد نوې، مناسبې، ولسواکې او سوله ییزې لارې تجربه کوي، چې د همدغې لړۍ په جریان کې دوه ځل ولسمشر کرزی او په دریم ځل ولسمشر غني د هیواد د غوڅ اکثریت د رایو په اساس ولسمشرۍ ته ورسېدل.

دا نهایت لوی بدلون دی، ځکه په دې کې هم د ولس اراده تمثیلېږي، هم د دوی خوښې او رایې ته ارزښت ورکول کېږي، هم ولسمشر او رامنځته کېدونکی حکومت د قانون له مخې ولس ته ځواب ویونکی وي او هم د ولسمشرۍ شوقیان او نوماندان کوښښ کوي چې په جنګ، نفرت، وژنو او عقدو د خپلې انرژۍ د لګولو پرځای په خپلو برنامو تمرکز وکړي او داسې څه وړاندې یا ترسره کړي چې د ولس اعتماد ترلاسه کړي.

افغانستان د ولس په رایه او خوښه د څلورمې دورې یا څلورم ځل لپاره  د ولسمشرۍ ټاکنې تجربه کوي او دا ځل یو نیم درجن کسانو دغې څوکۍ ته ځانونه نومولي دي، په دې کې شک نشته چې د دوی په منځ کې یې ممکن دوه یا درې جدي رقیبان او نوماندان واوسي، پاتې نور یا هغومره  جدي نه دي او یا هم ممکن د رای ورکولو تر ورځې پورې له خپلې نوماندۍ صرف نظر وکړي. یا هم د نورو مخکښو نوماندانو په ګټه تېر شي. یا ممکن له ځینو نورو نوماندانو نغدي امتیازات ترلاسه کړي.

د ډېرو په باور ممکن ښاغلی غني او حنیف اتمر به د سږنیو ولسمشریزو ټاکنو تر ټولو مخکښ او جدي نوماندان واوسي، خو ستونزه داده چې ښاغلی اتمر د خپلې برنامې د وړاندې کولو پرځای تر ډېره  عقده یي چلند کوي. دغه وړ چلند یې دوه عمده لاملونه لري. لومړی لامل یې دادی چې ښاغلي اتمر د خپلې دندې پرمهال له دولتي امکاناتو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې او ځان ته د کمپاین کولو په دلیل ولسمشر غني له دندې وشاړه، له همدې امله یې عقده او کینه ورته په زړه کې ده.

دویم  دلیل یې دادی چې ښاغلی اتمر فکر کوي چې ولسمشر غني د ده پر وړاندې لوی رقیب او خنډ دی، له همدې امله یې ډېر وخت د هغه په اړه نقد او ونیوکو ته ورکړی، مګر حقیقت دادی چې که ولسمشر غني هم نه وي، نو ولس اتمر ته رایه نه ورکوي، ځکه هغه نهایت مرموز، معامله ګر، محافظه کاری او فرصت طلبی سړی دی.

ښاغلي اتمر واک ته له رسېدو دمخه د ولسمشرۍ څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره  د افغانستان جنګسالارانو سره حتی د نظام په سر معامله وکړه، د ښاغلي قانوني د خپرو شویو  څرګندونو په اساس اتمر ورسره دا منلې ده چې واک ته ورسېږي، نو هم به نظام له ریاستي څخه پارلماني ته تغیر کړي او هم به د ټلوالې مطرح جنګسالارانو ته غوښنه برخه ورکړي، له دې امله ولس په ښاغلي اتمر باور نشي کولی.

د افغانستان خلک اوس تر پځوا زیات هوښیار او بیدار شوي دي. دوی اوس په شعارونو او ژمنو نه غولېږي او نه هم ارزښت ورکوي، دوی خپله رایه په دقت کاروي او هغه چاته رایه ورکوي چې د هیواد لپاره یې ګټور وي. د قانون حاکمیت او د عدالت تامین ته لومړیتوب ورکړي او دوی دا توانایي او ظرفیت یوازې او یوازې د ولسمشر غني په وجود کې ګوري.