ولس باعزته سوله غواړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

د ننګرهار په غني خېلو کې د ولس استازو او قومي مشرانو ولسمشر غني ته په خطاب کې وویل، موږ د مسکو سوله نه غواړو، موږ د مکې او هغه سوله غواړو چې ته یې غواړې ځکه موږ پوهېږو چې ستا سوله د وطن په خیر ده او زموږ ټولو عزت په کې خوندي دی.

هغوی وویل، شورویانو پر افغانستان د یرغل پرمهال یو نیم میلیون افغانان شهیدان کړي دي. دوی په افغانستان کې شرمېدلې ماتې خوړلې، هغوی د غچ اخیستنې په فکر کې دي او هیڅ وخت به افغانستان ته سوله رانه ولي او نه هم د مسکو سوله د افغانانو په درد خوري.

جمهوررئیس وویل، موږ سوله مکه معظمه کې غواړو، هغه خوږه ده که مسکو؟ ولس وایي مکې معمظې ته نه ولاړل او مسکو ته لاړل. هیله ده هغوی چې سولې پسې مسکو ته تللي وو، د ولس دې پوښتنې ته ځواب ووايي.

په دې کې شک نشته چې نه مسکو په افغانستان کې د سولې طرفداره ده او نه هم هغوی چې له قطر او کابل څخه دغې غونډې ته ورغلي وو د سولې غوښتونکي دي. دوی یوازې او یوازې د خپلو شخصي ګټو لپاره تللي وو، ځکه هلته دوی نه د ولس او نه هم د حکومت نمایندګي وکړای شوه، بلکې ډېر کمزوری دریځ یې اختیار کړ. بله مهمه خبره داده چې ولس لا هم په مسکو او لا هم په دغو ورغلو کسانو شک لري او پر دوی بې باوره دي، نو هیله ده چې د سولې په برخه کې د ولس اندېښنو ته ځواب وویل شي او د دوی غوښتنو ته درناوی وشي.

جمهوررئیس وویل، تلپاتې او باعزته سوله راتلونکې ده او زه تل حاضر یم چې دغسې سولې ته خپل سر نذرانه کړم. هغوی چې وایي د سولې لپاره څوکۍ قرباني کړه، نو څوکۍ خو مې د پلار او نیکه جایداد نه، بلکې د ولس امانت دی او اختیار یې هم له ولس سره دی. افغانان د عزت خلک دي د عزت ژوند او باعزته سوله غواړي، ځکه چې په باعزته سوله کې د ټولو ښېګڼه او عزت خوندي دی. 

جمهوررئیس وویل، طالبان دې  د سولې د مذاکراتو لپاره کابل، ننګرهار او کندهار ته راشي، دفتر هم ورکوو او امنیت یې هم ساتو. د کوچني اختر د اوربند په څېر به دا هر څه سم مدیریت کړو.  نو که طالبان رښتیا هم د سولې طرفدار وي او په بین الافغاني مذاکراتو باور لري او په خپله هغه ادعا کې چې وایي ولس له موږ سره دی صادق وي، نو بیا ولې د مسکو، دوحې او نورو ځایونو پرځای خپل وطن ته نه راځي د ولس په منځ کې یې چې هر ځای خوښ وي همغه ځای دې د سولې د مذاکراتو لپاره انتخاب کړي. 

له کابل څخه مسکو ته تللې ډلې نه په مسکو کې واحد نظر او دریځ درلود او نه یې اوس په کابل کې لري. هر یو د خپل ځان د مطرح کولو لپاره د سولې په پلمه خپلې شخصي اجنډاوې مخته کوي، لکه ولسمشر کرزی چې وایي د سولې لپاره دې لویه جرګه جوړه شي.