طالبان ولس ته ځواب لري؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

افغان ولس له وسله واله طالبانو څخه چې له تېرو اتلسو کالو راهیسې نامشروع جنګ پیل کړی او د دغه جنګ په پایله کې یې لسګونه زره افغانان شهیدان کړي دي. له دوی څخه یو لړ اساسي پوښتنې لري، خو پوښتنه داده چې ایا طالبان د ولس پوښتنو ته معقول ځوابونه لري؟

د ولس لومړۍ پوښتنه له سوله والو طالبانو څه داده چې ، وروسته له هغې چې افغان دیني علماو، په اندونیزیا او سعودي عربستان کې د اسلامي هیوادونو علماو په متفقه رایه او فتوا په افغانستان کې روان جنګ نامشروع وباله او دا یې د افغانانو وژنه یاده کړه، نو ولې لا هم وسله وال طالبان له دغې افغان وژنې لاس نه اخلي او لا هم جنګ ته ادامه ورکوي؟ طالبان د ولس دغې پوښتنې ته څه ځواب لري؟

دویمه پوښتنه داده له کومې ورځې چې وسله والو طالبانو په افغانستان کې جنګ پیل کړی، نو همدا یوه خبره کوي چې د دوی جنګ د بهرنیانو پر ضد دی، خصوصاً د امریکایانو، ځکه چې د دوی وطن یې اشغال کړی دی، خو په دې وروستیو دوه میاشتو کې چې د سولې مذاکرات پیل شوي، نو طالبانو د خپلې ادعا برعکس له امریکایانو سره د سولې مذاکرات پیل کړي، له افغان حکومت سره د خبرو څخه انکار کوي او خپل جنګ ته ادامه ورکوي، نو پوښتنه داده چې وسله وال طالبان په کوم منطق او دلیل له امریکایانو سره سوله او له افغانانو سره جګړه کوي؟

د پاکستان سره د اړیکو په اړه چې وسله والو طالبانو ته وسلې، جنګي مهمات او نورې اسانتیاوې ورکوي او هغوی په افغانستان کې د افغانانو پر ضد جنګ ته لمسوي ولس هم له پاکستان حکومت او هم له وسله والو طالبانو دا پوښتنه کوي چې د دوی دوه اړخیزې اړیکې د کومو اصولو او نورمونو په اساس دي؟

د ولس بله مهمه پوښتنه د حرام او جرمي اقتصاد په اړه دی. طالبان چې په کومو سیمو کې حاکم دي، هلته هم د نشه یي توکو کښت زیات دی او هم یې قاچاق او کاروبار چې له دغې لارې تر لاسه شوې پیسې هم بېرته په افغانستان کې په جنګ لګول کېږي، نو د ولس پوښتنه داده چې وسله وال طالبان چې ځانونه د دین پتنګان بولي، دوی د کوم جواز په اساس د نشه یي توکو کښت او کاروبار ته اجازه ورکوي؟

پر طالبانو غږ کوم د افغانستان ولس ته یو دلیل ورکړئ چې ستاسو جنګ مشروع دی، د څه لپاره جنګېږئ؟ د چا پر وړاندې جنګېږئ؟ موږ سره وغږېږئ. یو ځل چې اوربند شرعي و، بیا ولې غیر شرعي کېږي؟

افغان ولس او ټول اقشار دېته حاضر دي چې وسله وال طالبان د دوی د ترسره شویو جنایتونو باوجود وبښي، خو شرط یې دادی چې له دې وروسته به نه خپلو تېرو کړنو، نه تېرو جنایتونو او وحشتونو ته ورګرځي، مګر پوښتنه یې داده چې ایا وسله وال طالبان په دې اړه له ولس سره صادقانه ژمنې ته حاضر دي او ایا دوی به په خپله دغه ژمنه وفا وکړي؟

که وسله وال طالبان د ولس دغو پوښتنو ته اساسي او قانع کوونکي ځوابونه ووایي، نو سوله هم شونې ده، هم اسانه ده او هم به دغسې سوله چې د ولس اندېښنې او پوښتنې په کې په اساسي توګه ځواب شي تلپاتې او ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.