خپل سر ورکوم خو سرتېري ساتم!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

د روان کال د کب په ۱۸ ماسخوتن مهال ولسمشر غني په کندهار کې د وسله وال پوځ سرتېرو ته په وینا کې وویل، د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه خپل سر ورکوم، خو تاسې له لاسه نه ورکوم او هغوی چې خیال کوي د افغانستان اردو به منحل او هلیکوپترې به د داغمې په بیه په نورو وپلوري، سل ځله دې بیا فکر  وکړي

.

افغان سرتېري د وطن او نظام واقعي ساتونکي دي او دوی په ډېرو سختو شرایطو کې د بې رحمه او قسم خوړلي دښمن پر وړاندې د سپر په توګه ودرېدلي او لا هم په دغه برحقه مبارزه کې په قوت جنګېږي. ولسمشر غني د دوی ارزښت درک کړی او تر بل هر چا یې د هغوی زیاته ستاینه او ملاتړ کړی دی، ځکه په تېرو څلور نیمو کالو کې موږ ولیدل چې بار بار یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو جنازې په خپلو اوږو پورته کړې، روغتونونو ته تللی او په وینو ککړ ټپیان یې سینې ته رانږدې او ښکل کړي. قول اردو په قول اردو ګرځېدلی او سرتېرو ته یې روحیه ورکړې. د دویو کورنیو او اولادونو پسې ګرځېدلی. اپارتمانونه، کوپون او نورې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړي. په ملي او بین المللي غونډو او کنفرانسونو کې یې په ډېر قوت او صراحت افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه او د دوی اتلولۍ ستایلي دي.

د علماو په ګډون یې د ولس د بېلابېلو اقشارو استازي د خپلو اتلانو ملاتړ ته هڅولي او همدارنګه یې د تجهیزاتو ترڅنګ بین المللي اجماع هم په دې راټوله کړې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ځواکمن دي او دوی یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره  جنګېږي او نړیوال باید د دوی د سرښندنو مدیون وي.

ولسمشر غني د یکشبنې په شپه افغان وسله وال پوځ ته د خپلې وینا پرمهال وویل: امریکایي پیلوټ راته ویل، افغان سرتېري یوازې د جنګ نه، بلکې د مسلکي او تخنیکي پوهې او زده کړو فوق العاده وړتیا هم لري، ځکه دوی نوې هلیکوپترې داسې ژر تر خپلې ولکې او کنټرول لاندې راوستې چې موږ ټول یې حیران کړو. د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د سرتېرو د اکمالاتو، امتیازاتو او حقونو برخه کې شته ستونزې باید په اساسي توګه حل شي. همدارنګه یې سرتېرو، بریدملانو او افسرانو ته ډاډ ورکړ چې ټولو غوښتنو او وړاندیزونو ته به یې پر وخت رسیدګي وشي.