نوماندان دې د ولسمشر غني غوندې پر خپلو برنامو تمرکز وکړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د ۱۳۹۸لمریز کال راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته یو نیم درجن کسان ولاړ دي، خو له ولسمشر غني مه واړه ټول یې بې برنامې ښکاري، ځکه چې دوی تراوسه پورې یا په دفاعي حالت کې قرار لري او یا هم په انتقادي حالت کې. دوی حق ناحقه د حکومت کوچنۍ تېروتنې او خلاوې لویوي او یا هم په ځینو مواردو کې تورونه پورې کوي.

که چېرې دوی د ولسمشر غني غوندې لومړیتوبونه او برنامې لرلی، نو حتماً یې پر خپلو برنامو تمرکز کاوه، خو داسې معلومېږي چې دوی بې برنامې دي. دوی لا هم خپل لومړیتوبونه نه دي تعریف کړي. دوی لا هم د هیواد او ولس اړتیاوې نه دي درک کړي او اکثره خو یې د هیواد لا څه چې د یو کوچني ولایت د اداره کولو لپاره برنامه او ظرفیت هم نه لري.

په دې کې شک نشته چې اکثره نوماندانو په زړونو خوړلې چې دوی نشي بریالي کېدلی او نه هم ټاکنې ګټلی شي. دوی ښه پوهېږي چې ولسمشرۍ څه چې ان ولسي جرګې او ځینې یې ممکن ولایتي شورا ته هم بریالي نشي او نه د باور رایې ترلاسه کړي، مګر اکثره یې د ځان د شهرت او امتیاز طلبۍ لپاره ځانونه نومولي دي، دوی غواړي چې د ټاکنیزو کمپاینونو په وروستیو ورځو شپو کې له مطرح نوماندانو څخه امتیاز او پیسې واخلي.

افغانان اوس هوښیار شوي دي. اوس د چا په تشو ژمنو او شعارونو نه غولېږي او نه هم په وړو وړو هیوتونو پسې ځي. افغانان هغه چاته رایه ورکوي چې واقعاً د دوی لپاره کار او فکر کوي او د دې ټولو نوماندانو په منځ کې یوازینی کس چې هم وړتیا لري، هم برنامه لري، هم له ولس او وطن سره خواخوږي لري، هم فکر او پوهه لري او هم له نړیوالو سره د استدلال ژبه لري هغه ښاغلی ولسمشر غني دی.

ځکه ولسمشر غني په ۲۰۱۴کال کې افغانستان له انزوا او بحران څخه خوندي کړ، هغه له افغانستان څخه ماړه، ساړه او نهیلي شوي بهرنیان په خپل استدلال او منطق یو ځل بیا دېته قانع کړل چې باید له نړۍ سره خپلې ژمنې تازه کړي او په نړیوالو سټېجونو کې یې په خپلو عالي ویناو او څرګندونو سره یو ځل بیا د نړیوالو پام پر افغانستان ور ټول کړ او د هغوی تعهد یې له افغانستان سره بیا تازه کړ.

افغانستان لا هم په مکمل ډول له بحران څخه نه دی وتلی، خو د ولسمشر غني د تېرو څلورنیم کلونو هڅو له برکته یې خپل مسیر په ښه لوري سوق کړی دی او خپل جهت یې ټاکلی دی، نو له دې امله افغانستان لا هم ولسمشر غني او د ده فکر او اقداماتو ته اړتیا لري. باور دی چې ولس به دا ځل بیا هم په غوڅ اکثریت د ولسمشر غني تر څنګ ودرېږي، ځکه ولس پوهېږي چې ښاغلي غني د ولس ټولې ستونزې درک کړي او د حلولو لپاره یې عالي طرحې او ملي برنامې لري چې په تطبیق سره  به یې افغانستان له اوسني ستونزمن حالت څخه په اسانۍ ووځي.