امنیتي او دفاعي ځواکونو د بهرنیانو حضور کمرنګه کړی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

په ۲۰۱۴ کال کې چې نړیوال سوله ساتي ځواکونه له افغانستان څخه وتل، نو په خلکو کې یوه وېره او بې باوري خوره وه، مګر په دې وروستیو کې چې امریکا د خپلو ځواکونو د اېستلو او کمولو خبره کړې، نو خلک یې په فکر کې نه دي، ځکه اوس دوی سل په سلو کې په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ډاډمن دي او دا زموږ د ځواکونو قوت ښیي. د افغانستان ثبات په بهرنیو عسکرو نه، بلکې زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په همدغه قوت پورې تړلی دی

.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مسلکي روزنه لا پیاوړې شوې او اوس زموږ ځواکونه دا صلاحیت او وړتیا لري چې د دښمن ضد شپنې او هر ډول عملیات په یوازې ځان ترسره کړي. دوی د تجهیزاتو له پلوه هم په مراتبو ښه شوي دي او د ترهګرۍ خطر په اسانه دفع کولی شي، نو له دې امله د امریکایي او نورو بهرنیو سرتېرو اړتیا تر پخوا په مراتبو راکمه شوې نو دلته د پاتې کېدو جدي اړتیا یې نه لیدل کېږي.

د امریکا عسکر د یوې اړتیا له مخې په افغانستان کې مېشت وو، هغه اړتیا په افغانستان کې د تروریزم پر ضد ګډه مبارزه وه، هغه مهال افغانستان ملي اردو او امنیتي ځواکونه نه لرل، مګر دا مهال افغانستان منظمه اردو لري. چې هغوی د جنګ ټول مدیریت په لاس کې اخیستی دی او له ۲۰۱۴ کال وروسته امنیتي مسوولیت ټول امنیتي او دفاعي ځواکونو ته انتقال شوی دی.

دویم دلیل یې دادی چې د امریکایي سرتېرو لګښت نهایت لوړ دی، ځکه د یو بهرني سرتېری کلنی لګښت تقریباً یو میلیون ډالر دي ، دا په داسې حال کې دی چې دوی جنګي صلاحیت هم نه لري، یوازې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنه او سلا مشورې ورکوي، نو له دې امله بهرنیانو ته د دغومره زیاتو لګښتونو تحمل هم نور بې ګټې اېسي.

 اما دا وضاحت ضرور دی چې د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ پوځي همکاري به ادامه لري، ځکه د دواړو هیوادونو ترمنځ د لاسلیک شوي امنیتي تړون له مخې امریکا له افغانستان سره خپلو دوامدارو مرستو ته ژمنه ده او په هغه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز هم شامل دی. د دغو همکاریو او مرستو ښه والی دادی چې په وخت او زمان نه، بلکې په شرایطو پورې منحصرې دي، یانې ترڅو چې شرایط نه وي عادي شوي او د ترهګرۍ خطر له منځه نه وي تللی، نو دغه مرستې به ادامه لري.

د امریکایي او نورو بهرنیو عسکرو حضور وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ته د جګړې دلیل او انګېزه په لاس ورکوي، کله چې بهرني عسکر له افغانستان څخه ووځي، نو دوی به په افغانستان کې د جنګ او تروریستي فعالیتونو د ترسره کولو پلمه هم له لاسه ورکړي.

نړۍ، افغان ولس او په خپله طالبان په دې پوهېږي چې د دوی جګړه کوم دیني اړخ نه لري، بلکې دا هغه نیابتي جګړه ده چې د پردیو له لوري یې د هیواد او افغانانو پر ضد پیل کړې ده. دوی هم اوس د دغې جګړې ودرولو ته پلمې لټوي او د امریکایي عسکرو وتل به دوی ته ښه پلمه وي چې له جګړې لاس واخلي.