د وسله وال پوځ محاربوي وړتیا دښمن نهیلی کړی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د توحید ملي مرکز له جوړېدو سره د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږۍ او همکاري زیاته شوه، امنیتي ګواښونو سره مخ  ساحې تشخیص او په نښه شوې او د ور پېښو خطرونو او تهدیدونو د دفعه کولو په موخه پر وخت لازمې لارښوونې وشوې او دغه لړۍ لا هم جریان لري

.

جمهور رئیس غني وخت پر وخت له همدغه مرکز څخه له امنیتي او دفاعي مسوولینو او منسوبینو سره په اړیکه کې وي، د دوی ستونزې او راپورونه اوري، په اړه یې اجرات کېږي، د عملیاتو په اړه ورته لازمې لارښوونې  کوي. د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ همغږي هم له دغې لارې زیاته شوې او لنډه دا چې د همدغو اقداماتو له برکته د تروریستانو او د هغوی د ملاتړو هغه شوم پلانونه چې د حکومت د سقوط او د ځینو ولایتونو د نیولو لپاره یې لرل له خاورو سره خاورې شول، ځکه څومره چې د ځواکونو ترمنځ همکاري او همغږي زیاتېږي، نو همغومره د دښمن پر وړاندې د عملیاتو موثریت زیاتېږي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې جګړه توده شوه، ځکه تروریستانو او د دوی ملاتړو داسې ګڼله چې همدغه د واک د لېږد په فرصت کې چې حکومتي مسوولین د واک د لېږد په پروسه بوخت دي باید اعظمي استفاده وشي او د ترهګریزو بریدونو له لارې په حکومت فشار زیات او ګڼې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي. بل لورته د دوی بهرنیو ملاتړو ورته داسې کاذب ډاډ ورکړی وو چې افغان امنیتي ځواکونه به د دوی د جنګ تاب رانه وړي نو له دې امله یې هغوی د جنګ شدت ته ولمسول.

جنګ نه یوازې شدت پیدا کړ، بلکې په ډېرو جنګي سیمو کې د پاکستان د استخباراتو متقاعد جنرالان د هغوی د جنګ د مدیریت او لارښوونې په موخه حاضر وو چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې یې ځینې ووژل شول او د ثبوت په توګه یې مړي او اسناد بهرنیانو سره شریک شول. په ورته وخت کې د هیواد په ۲۰ ولایتونو کې تروريستانو جګړه پیل کړه، ځکه دوی داسې ګڼلې وه  چې افغان امنیتي ځواکونه په يواځې دغه جګړه نشي مهارولې، مګر برعکس دوی نه یوازې پرمختګ ونه کړ، بلکې ډېرې هغه سیمې چې د دوی په ولکه کې وې هغه یې هم له لاسه ووتلې او ګڼ جنګیالي یې ووژل شول.

په لومړیو کې جمهوررئیس غني د جګړې د سمې رهبرۍ لپاره د امنیتي او دفاعي سکتور رهبري په خپله  غاړه واخیسته او د امنیتي ځواکونو همغږي ته یې لا زیاته پاملرنه وکړه: وروسته یې ځینې ځوان او ژمن کدرونه په دې برخو کې وګومارل او دا مهال دغه سکتور د هیواد د ځوانو او ژمنو کدرونو له لوري په ښه توګه رهبري کېږي.

د ولسمشر غني د دغو اقداماتو او نوښتونو له برکته نه یوازې په تېرو څلورو کالو کې جنګ ښه مدیریت شو، بلکې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسلکي او محاربوي وړتیاوې ښې وروزل شوې، د دوی تمویل او تجهیز ته پام زیات شو، اعاشه او البسه یې ښه شو، د فساد، غلا او درغلیو مخه ونیول شوه او د دوی ترمنځ همغږي او همکاري زیاته شوه.