مسلکي او غیر سیاسي وسله وال پوځ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

ولسمشر غني تل او په ډېر ټینګار سره ویلي دي چې واړه سیاسیتونه زموږ د وسله وال پوخ په لیکو کې ځای نه لري، دوی په واحد قوم، سیمې او ژبې پورې اړوند نه دي، بلکې دوی ټول افغانستان او افغان ملت ته منسوب دي او ټول هیوادوال ورباندې ویاړي، نو هیڅوک حق نه لري چې زموږ ویاړلی پوځ په وړو سیاستونو ووېشي.

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولین او منسوبین یوازې خپل خدای، هېواد او دندې ته ژمن دي او له نېکه مرغه تراوسه یې خپله دغه ژمنتیا ساتلې ده، ځکه په تېرو پارلماني ټاکنو کې موږ ولیدل چې د ټاکنو د امنیت د ښه خوندیتوب ترڅنګ یې هیچاته هم د دې اجازه ورنه کړه او نه یې هم په خپله د کوم نوماند په ګټه په ټاکنو کې لاسوهنه وکړ.  له نېکه مرغه زموږ وسله وال ځواکونه ورځ تر بلې مسلکي او پیاوړي کېږي.

په لویه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولین او منسوبین بې طرفه دي او دوی خپله بې طرفي خوندي کړې ده. د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه وړ مسلکي چلند او د بې طرفۍ اختیارول د افغانستان د ښه او روښانه راتلونکي زېری ورکوي او زموږ هېوادوال ورځ تر بلې د خپل هېواد پر راتلونکي زیات باوري کوي.

له همدې امله د هېواد په تاریخ کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ بېسارې اجماع جوړه شوې او دغه اجماع ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده، ځکه زموږ د هېواد زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه هره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د برحقه مبارزې او د هېواد د دفاع په سنګرونو کې د دښمن پر وړاندې په مېړانه او زړورتیا جنګېږي او مبارزه کوي.

د ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د پاملرنې، سپارښتنو او هلو ځلو له برکته د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا زیات مسلکي شوي. هغوی ته ملي روحیه او انګېزه ورکړل شوې. په عصري او نویو وسلو سنبال شوي، خوړو او درملو ته یې پاملرنه زیاته شوې. د دوی په لیکو کې فساد له منځه تللی او له همدې امله زموږ وسله وال ځواکونه تر بل هر وخت پر ځان زیات متکي او پیاوړي شوي دي. د دغو ځواکونو قوت په دې کې دی چې د سیاسیونو په وړو سیاستونو او قضیو کې ځانونه ښکېل نه کړي.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو د منسوبینو او مسوولینو بې پرېتوب او مسلکي وړتیا د هیواد د بقا لپاره اب حیات ده، ځکه موږ ولیدل د ثور له کودتا وروسته چې زموږ وسله وال پوځ په سیاست کې دخیل او طرف واقع شو، نو په پایله کې یې هیواد بحران ته لاړ. په همدې خاطر هیڅوک هم باید د وسله وال پوځ سرتېري په سیاستونو کې ښکېل نه کړي.

په وروستیو څلورو کالو کې د ولسمشر غني د هڅونې او ځانګړې پاملرنې له برکته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرتېرو په لیکو کې واړه سیاستونه بېخي له منځه تللي او دغه مثبت بدلون د هیواد بقا او روښانه راتلونکی تضمینوي.