په ملي ځواکونو کې پام وړ ښه والی رامنځته شوی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

 

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په تېرو څلورو کالو کې هم له مسلکي او محاربوي پلوه  پیاوړي شوي او هم د وسایلو او تجهیزاتو له اړخه مجهز شوي دي. دا ټول د ولسمشر غني د ځانګړې پاملرنې او اصلاحاتو برکت دی.

د اصلاحاتو دغه لړۍ له ملي دفاع وزارت څخه پیل شوه. د دغو هر اړخیزو اصلاحاتو له برکته هم د فساد مخه ونیول شوه. هم سلسله مراتب مراعات شو. هم د مجازاتو او مکافاتو اصل تطبیق ته پام وشو او هم د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ پام وړ همغږي او همکاري ایجاد شوه. دا یو مهم پرمختګ دی. د اصلاحاتو دا لړۍ چې اوس مهال تر کار لاندې ده، د تشکیلاتو پر زیاتوالي  متمرکزه نه ده،  بلکې موخه یې له شته سرچینو  سره سم یو موثر ځواک جوړول دي.

په وروستیو درې څلورو کالو کې چې ولسمشر غني څومره امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پاملرنه زیاتوله، نو همغومره د دوی وړتیاوې هم ورسره وغوړېدې. زموږ په ملي ځواکونو کې همغږي او تحرک رامنځته شو، له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شول او اوس د جګړې بشپړ نوښت د دوی په لاس کې دی. له همدې امله دښمن په جګړه کې عملاً مات شوی او په ښارونو او د عامو خلکو په منځ کې د چاودنو او ترهګریزو بریدونو ترسره کول د دښمن د ماتې لویه نښه ده.

افغانستان اوس هغه کلونه تر شا پریښي دي چې واک به د زور او ټوپک په شپیلۍ ترلاسه کېده، اوس واک د ولس د رای او ارادې په اساس د اساسي قانون د حکم مطابق انتقالېږي. اوس د واک د ترلاسه کولو لپاره جګړه بې ګټې ده. اوس د واک لپاره باید خپل ځان او وړتیاوې د ورانۍ او دربدرۍ نه، بلکې د ابادۍ او پرمختګ په ډګرونو کې وځلوې، د ولس باور او ملاتړ ترلاسه کړې، نو که طالبان د واک وږي وي، نو دغه لوږه یې په جنګ نه، بلکې په سوله، ابادۍ او پرمختګ رفع کېږي. دوی دې د ولس او نظام پر وړاندې له جنګ او دښمنۍ لاس واخلي او د سولې لاره دې اختیار کړي.

په ادارو کې د پراخ فساد له امله ټول فشار په امنیتي او دفاعي ځواکونو وو، مګر تر دې وروسته به ملکي ادارې هم دغه بار ته اوږه ورکوي او لکه چې ورکړې یې ده، ځکه سږکال په وزارتونو کې پام وړ تحرک رامنځته شوی، دا لومړی ځل دی چې وزارتونه په دې توانېدلي چې ۹۳ سلنه انکشافي بودجه په موثره توګه ولګوي. ولسمشر غني لا هم دا وضعیت کافي نه بولي او د لا ښه والي لپاره هر اړخیزې هڅې کوي.

د اصلاحاتو د لا ښه تطبیق او د چارو د موثریت لپاره دوه کاره مهم دي یو دا چې سرچینې، خلک او سیستمونه سره منظم شي، تر څو انکشافي او نورې چارې په ښه توګه ترسره شي او دویم په طالبانو باید نظامي فشار راوړل شي او د دوی پر ملاتړو سیاسي او اقتصادي فشار، تر څو د تلپاتې سولې د تامین لپاره شرایط برابر کړي.  د دوی دا تمه باید پرې شي چې ګواکې د جګړې ګټونکي دي او له دې لارې به واک ترلاسه کړي.